ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: په هېواد کې جوړېدونکې غونډه بايد د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي

شنونکي: په هېواد کې جوړېدونکې غونډه بايد د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي

author avatar
26 May 2022 - 11:45
شنونکي: په هېواد کې جوړېدونکې غونډه بايد د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي
author avatar
26 May 2022 - 11:45

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره د جوړېدونکې غونډې لپاره هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.

د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د بحث او سلا لپاره د یوې غونډې جوړولو پر طرحې کار روان دی او په دې غونډه کې به د هېواد له بېلابېلو سيمو بانفوذه څېرې ګډون ولري.

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني ویلي، سیاسي کمېسیون په پام کې لري چې یوه «افغاني مجمع» راوبلل شي.

د سیاسي چارو شنونکي د دې غونډې په اړه څه وایي؟

د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل پر دې باور دی چې د افغانستان ستونزه د خبرو او د یو بل منلو له لارې حل کېدای شي.

ده پژواک وویل: «ای کاش په ۲۰۰۱ کال کې چې د بن جرګه راغوښتل کېده، طالبان او همدارنګه حزب اسلامي ورغوښتل شوي وای، نن به شل کاله وروسته جمهوریت سقوط نه کاوه، هلته را ونه غوښتل شول، نړیوالو هم یوه غټه سهوه یا قصدي دا کار وکړ او سیاسیونو هم دغه معضله په پام کې ونه نیوه او ستونزه یې حل نه کړه.»

امرخېل وایي، که په دې غونډه کې د پخواني حکومت چارواکي، د احزابو او قومي مشران له پامه وغورځول شي، يو ځل بيا به ستونزې راپيدا شي.

ده وویل، ښه خبره ده چې د افغانستان سرپرست حکومت له سیاسیونو سره جوړجاړی او تفاهم وکړي، داسې الفاظ وکاروي چې افغانان سره راټول کړي، نه دا چې نور یې هم سره وپاشي.

امرخېل وایي، هر هغه بحث چې د مشورې په بڼه وي او په هغه کې یووالی او راټولېدل وي، د افغانانو په خیر دی او دی یې ملاتړ کوي.

امرخېل وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه ټولګډون حکومت جوړېدو لپاره بحث پیل کړي او خویندې هم په کې له پامه ونه غورځوي، له هغو سره دې هم سلا مشورې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله ازاد هم وایي، افغانستان په اوسني وضعیت کې تر هر څه ډېر ملي اجماع ته اړتیا لري او دا هغه مهال ممکنه ده چې یوه داسې ملي ناسته جوړه شي چې ټول پکې وي.

دی وایي: «د افغانستان سرپرست حکومت د یوه فکر استازیتوب کوي، که په هغه کې د بېلابېلو قومونو خلک هم وي، خو سیاسي اېډیالوژي یې یوه ده او نه شي کولای چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، ځکه په افغانستان کې د بېلابېلو اقشارو کسان له بېلابېلو افکارو سره ژوند کوي.»

ازاد وایي، اندېښنه دا ده چې په دې ناسته کې به د ګډونوالو سلا مشورې ونه منل شي او دا معلومه نه ده چې د افغانستان سرپرست حکومت له نظره با نفوذه څېرې کومې دي؟

دی وایي: «د طالبانو له نظره با نفوذه څېرې هغه څوک دي چې د دوی طرفدار وي یا هم ټول ملایان وي چې دا کار بیا د هغه یوې سیاسي ايډیالوژي درلودلو سره نږدې والی لري، که داسې وشي نو بیا دا جرګه شته ستونزې نه حل کولی.»

نجیب الله ازاد زیاتوي که سرپرست حکومت غواړي افغانستان له اوسني ناورینه ووځي، باید به بشپړه توګه یوه ملي اجماع راوبلل شي چې ټول خلک، له هرې برخې په کې خپل ځانونه وګوري او پرته له سانسور او فشاره، د خلکو استازیتوب وکړي.

خو د سیاسي چارو بل شنونکی احمد سعیدي بيا وایي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د یادې غونډې له جوړېدو مخکې ځینو پوښتونو ته، لکه آیا دغه په نوم لویه جرګه ده که د اساسي قانون مطابق؟ د دې جرګې اجنډا څه ده؟ څوک په کې ګډون کوي؟ ایا پرېکړې یې عملي بڼه لري او يو شمېر نورو پوښتنو ته هم بايد ځواب ووایي.

دی وایي که په دې جرګه کې ټول افغانان خپل ځانونه وګوري او د یووالي سبب شي، نو پایلې به یې هم مثبتې وي او ټول به یې ملاتړ وکړي.

دی وایي که د دې غونډې جوړولو يواځېنۍ موخه د افغانستان سرپرست حکومت ته مشروعیت ورکول وي، نو یوه بې پایلې ناسته ده او جوړول یې مفهوم نه لري.

د افغاستان سرپرست حکومت تر اوسه د دې غونډې د وخت او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور – چې په ورته وخت کې د افغانستان له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسیون مشري هم کوي – ویلي: «ټول افغانان، په ځانګړې توګه هغه بانفوذه څېرې چې د سولې، امنيت او د افغانستان د نظام په ټينګښت او پرمختګ کې اغېزناک وي، په دې جرګه کې به ګډون وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته په هېواد دننه او بهر کې ځینو سرچینو او سیاستوالو د دودیزې لویې جرګې جوړېدو غوښتنه کړې ده.

Views: 390

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.