ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار کمرنګه شوی

دایکنډي کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار کمرنګه شوی

author avatar
14 Jun 2022 - 13:38
دایکنډي کې د ښځو د لاسي صنایعو بازار کمرنګه شوی
author avatar
14 Jun 2022 - 13:38

نیلي (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، مخکې د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایعو یو ځانګړی شهرت درلود، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله یې بازار کمرنګه شوی دی.

د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر خدابخش سیرت وايي، په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت صنعتګرو ښځو د پام وړ پرمختګ درلود؛ یوازې د ولایت په مرکز کې د ښځو تر دېرشو ډېرې هټۍ د لاسي صنایعو د تولید او پلور په برخه کې فعالې وې.

خو نوموړی ټينګار کوي چې د اقتصادي ستونزو له امله، اوس د لاسي صنایعو د پلور بازار ډېر سوړ شوی، خو بیا هم دوام لري.

هغه زیاته کړه، د ښځو صنعتي تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره به هڅې وکړي او د وخت په تېرېدو سره به د دایکنډي په بازارنو کې د ښځو د لاسي صنایعو کاروبار بېرته وغوړېږي.

د لمڅي اوبدل د دایکنډي د ښځو یو لاسي صنعت دی چې ځانګړی شهرت لري.

د سیرت پر وینا، دا چې دایکنډي یو غرنی ولایت دی او ډېری اوسېدونکي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، نو پر همدې اساس دغه ښځې د پسونو له وړیو څخه لېمڅي جوړوي او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کوي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د دایکنډي لېمڅي د هېواد په کچه یوه بېلګه بولي.

ګلیم هم د دایکنډي ولایت یو لاسي صنعت دی چې عموماَ د وزې له وړیو اوبدل کېږي.

د فرهنګي مسوولانو په باور، صنعتګر دغه کار په بېلابېلو رنګونو، ډيزاینونو او همدارنګه ځانګړو تزئیناتو سره ترسره کوي او په دې وروستیو کې له تارونو څخه هم زینتي ګلیمچې جوړوي.

ګلدوزي د دایکنډي د ښځو یو بل صنعت دی؛ دغه صنعت نه یوازې په ځینو ځانګړو کسانو پورې اړوند دی، بلکې د دایکنډي هره ښځه بلدتیا ورسره لري او زده کول یې د ځان اړتیا بولي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ امر خدابخش وایي، د دوی د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ګل‌دوزۍ بېلابېل ډولونه دود دي او له دې صنعته د خونې په ښکلا، د کړکیو په پردو، د سړیو په یخنونو، ښځینه ټيکریو او جامو کې استفاده کېږي.

له بلې خوا، د دایکنډي ولایت یوه سوداګره او صنعتګره ښځه بې­نظیر حسیني چې په دې برخه کې ۱۴ کلنه تجربه هم لري، وايي چې هغوی په هزاره­ګي سبک د یوه مردانه یخن د ګلدوزۍ لپاره ټوټه(تکه) او تار پېري.

هغې زیاته کړه چې وروسته يې د جوړولو لپاره نورو ښځو ته په کرایه ورکوي. د نوموړي پروینا، د ګلدوزۍ یخن جوړول شاوخوا پنځه میاشتې وخت نیسي او وروسته د ۳۰۰۰ افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته اېښودل کېږي.

تار اوبدنه هم د دایکنډي د ښځو یو لاسي صنعت دی چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې ترسره کېږي.

د مسوولینو پر وینا، له دغه صنعته د خولۍ، پشمي جورابو او پشمي دستکشو په جوړولو کې کار اخېستل کېږي، ځکه د دوی په اند د دایکنډي هوا نسبتا سړه او وچه ده او خلک ګرمو پشمي جامو ته اړتیا لري.

سربېره پر دې چې د دایکنډي ښځې ډېر لاسي صنایع جوړوي او ډېری وخت په داخل کې پلورل کېږي، خو پورته ټول هغه مهم صنایع دي چې نړۍ­وال شهرت لري.

د دې ترڅنګ چې د دایکنډې سوداګرې او صنعتګرې ښځې وايي چې له یوه کال راهیسې یې د توکو خرڅلاو ډېر کم دی او له لاسي صنایعو یې چندانې عاید نه درلود؛ خو بیا هم خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

یوې سوداګرې بېنظیر حسیني وویل چې مخکې یې کابل، غزني او بامیان ولایتونو ته صادرات درلودل، خو اوس یوازې پر خپل داخلي خرڅلاو بسنه کوي.

بیا هم دغه ښځې له سرپرست حکومته غواړي څو د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.