ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېره اونۍ ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره اونۍ ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Jun 2022 - 18:34
افغانستان کې تېره اونۍ ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Jun 2022 - 18:34

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۳۵ نور ټپیان دي او بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو پر پیل او د ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار وکړ.

  • ضمیر کابلوف: ښایي روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
  • د روسیې د ولسمشر ویاند: مسکو کې د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندلو خبرې نه دي شوې.
  • یوناما، هند او پاکستان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
  • بېلابېلو سرچینو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو پر پیل ټینګار وکړ.
  • ځینو سرچینو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی وباله.
  • ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې ادعاوې ناسمې دي.
  • افغانستان کې تېره اونۍ ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

مرګژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، ناپېژاندو وسله‌والو د بلخ په مزارشریف ښار کې د هوايي ډګر پر تخنيکي کارکوونکو وسله‌وال بريد کړی چې دوه کسان پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. دغه‌راز امنیتي سرچینې وایي، په مزارشریف کې له امنيتي کسانو سره په نښته کې «درې وسله‌وال غله» وژل شوي او يو امنيتي کس ټپي شوى دى.

د راپورو له مخې، چارواکو ویلي چې په تخار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د یوه قوماندان په ګډون د داعش ۸ کسان وژل شوي دي.

په هلمند کې د يوې زړې مرمۍ چاودنې له امله يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، د کابل په بت‌خاک سيمه کې د چادونې له امله څلور ملکي کسان وژل شوي، په کابل کې يې د يو لړ عملياتو پر مهال د داعش ډلې یو قوماندان وژلی، په بدخشان کې چادونې له يو ماشوم څخه ژوند اخستی او په کندوز کې بیا چادونې درې کسان ټپيان کړي دي.

د راپورونو پر اساس، په کونړ کې د چسپکي ماین چاودنې یو کس وژلی او ۴ نور يې ټپيان کړي او په همدغه ولایت کې کې بيا د لاسي بم بريد د يوې کورنۍ څلور کسان ټپيان کړي دي.

دغه راز، راپورونه ښیي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دایکنډي، جوزجان، غور او پکتيا کې يو، یو کس وژلی او په پکتیا کې یې يو بل تن ټپي کړی هم دی.

ځايي سرچينې وايي، په اروزګان کې د يوې قابلې مړی موندل شوی دی.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

د کابل او مسکو اړیکې

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې ښایي مسکو، کابل په رسمیت وپېژني.

په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري زاروف ویلي، هېواد يې غواړي په افغانستان کې خپل ډيپلوماتيک ماموریت پياوړی کړی او کابل کې د روسیې سفارت سوداګریزې اتشې بيا د افغانستان پر صادراتي محصولاتو د ترجیحي تعرفې د معافیت خبر ورکړی.

د افغانستان سرپرست حکومت- چې تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی – د کابلوف له څرګندونو هر کلی کړی، ویلي یې دي چې د روسې له فدراسیون سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پیل لپاره باید نا اړین څيزونه خنډ نه شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو د روسیې د ولسمشر د ویاند دیمیتري پسکوف له قوله لیکلي چې په مسکو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه دي شوې.

د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار

د راپورونو له مخې، د ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په تهران کې د ليدنې پر مهال په افغانستان کې د ثبات او امنيت په تړاو اندېښنه ښودلې او په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اهميت خبرې کړي دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مخکنۍ استازې دیبورا لاینز هم د مخې‌ښې په وینا کې ویلي: «سره له دې چې زه ډاډمنه یم چې تر ټولو ښه هیله د ښکیلتیا (تعامل) په ستراتیژۍ کې ده چې واکمنو چارواکو ته ښیي، یو داسې سیسټم چې ښځې، لږه‌کي او باصلاحیته خلک په کې شتون ونلري، دوام نه شي موندلی، او په عین وخت کې ممکنه ده یو داسې سیاست رامنځته شي چې هم ټولشموله او هم اسلامي وي.»

د نجونو د زدهکړو او بشري حقونو په تړاو اندېښنې

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو تعلیمي کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیلېدل وځنډول او ویې ویل چې په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دیبرا لاینز تېره اونۍ وویل، زړه یې له دې امله مات دی چې افغانستان کې په میلیونونو افغانې نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکولسن ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو بروکسل کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو لپاره د خرابېدونکي وضعیت، د سیاسي ګډون پر نشتوالي او له افغانانو سره د ژمنو په پوره کولو او منظم سیاست کې د «طالبانو» پر ناتوانۍ اندېښنه ښودلې ده.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پنځوسمه کلنۍ غونډه د سویس په جینوا ښار کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باشله په دې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې حالات حساس دي او د سرپرست حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله، یو میلیون او سل زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

په جینوا کې د قطر استازي طلال الناما هم ویلي چې افغان ښځو او نجونو ته باید زده‌کړو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د بادغيس ولایت يو شمېر دیني عالمانو وویل، نجونې هم د هلکانو په څېر حق لري چې د دیني زده‌کړو ترڅنګ، عصري زده‌کړې وکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کلنۍ غونډې ته ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل هڅې د «طالبانو» د کړنو له امله په ټپه ولاړې دي.

د هغه په باور، نړۍ د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو او له ټولنې څخه د ښځو د لېرې پاتې کېدو له امله  له اسلامي امارته ناهیلې شوې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، هغه ادعاوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه کېږي، ردوي.

هغه زیاته کړې: «د خلکو حقونه د تېر کال او تېرو لسو میاشتو راهیسې ډېر تامین دي. له دې وړاندې خلک له وژنې، بدمرغۍ او د نورو ناخوالو له ستونزو سره مخ وو.»

د مرستو دوام او پانګونې ته لېوالتیا

تېره اونۍ، په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ويلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګه‌ونه وکړي.

په چين کې د افغانستان سفارت سرپرست سید محی‌الدین سادات ویلي، د چين تر ټولو سترې دولتي کمپنۍ (پاور چاینا) په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

نړۍوال بانک په افغانستان کې د لوږې ختمولو په موخه د کرنې له برخې سره د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه، د خوړو نړۍوال سازمان(WFP)  په غور کې له ۷۰۰۰ بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

Visits: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.