ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب بزګران له اقتصادي ستونزو شکايت لري او د ملاتړ غوښتنه کوي

د فارياب بزګران له اقتصادي ستونزو شکايت لري او د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
20 Jun 2022 - 17:29
د فارياب بزګران له اقتصادي ستونزو شکايت لري او د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
20 Jun 2022 - 17:29

[restrict paid=”true”]
مېمنه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د فارياب د کرنې رياست، له بزګرانو د ملاتړ په موخه د ځينو پروګرامونو پر اعلان سربېره وایي، د تېرو کلونو د وچکالۍ او ناامنيو له امله د دغه ولايت ٧٥ سلنه بزګرانو د ځمکو یوې کولو لپاره خپل غوایان له لاسه ورکړي او اړ دي چې د ځمکې شودیاره کولو او کښت لپاره د غوایانو پر ځای له مرکب (خره) استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولايت يو شمېر کروندګر هم وايي چې تېرو ۲۰ کلونو ناامنيو او وچکاليو د دوى عوايد او کاري بهير سخت زیانمن کړى دى.

د فارياب د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریيس مولوي عزت‌الله نوراني د کروندګرو خراب اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وایي، څو کاله جګړې، بېوزلي، پرله‌پسې وچکالۍ او د تېر حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د یاد ولایت شاوخوا ۷۵ سلنه کروندګر کرنیز وسایل، پانګه او پلغو (جوړه) غوایان له لاسه ورکړي او ۲۵ سلنه یې له غوایانو او مرکبه په استفادې په کرکیله او یوې کولو بوخت دي.

هغه زياته کړه، شاوخوا ٣٠ کاله وړاندې په هغه کلي کې چې ژوند کوي، شاوخوا ٥٠٠ جوړې غوایان (۱۰۰۰ غویان) موجود وو، نفوس ته په کتو باید د پلغو (جوړه) غویانو شمېر ډېر، کرکیلې او کرنې وده کړې وای، خو اوس په هغه کلي کې ۵۰ غوایان نشته.

د نوموړي په خبره، د پرله‌پسې وچکالۍ له امله کروندګر او مالداران د واښو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې د ځمکې یوې کولو لپاره خپل غوایان پلوري.

هغه زياته کړه، ډېرى بزګران د کورنۍ د ژوند پر مخ بېولو لپاره، یوه جوړه مرکب په ۲۰زره افغانيو او يا له دې په لوړه بیه پېري، چاره برابروي او ځيني ان د خره د اخيستو توان هم نه لري او خپلې ځمکې د بېل او تراکټور په وسیله قلبه کوي.

سرچینه وايي: «د غوایانو په وسیله د ځمکې قلبه کول چې مثبته نتیجه لري، مرکب او تراکټور یې قطعاً نه لري؛ ځکه غوایان ځمکه په سمه توګه نرموي. تجربې ښودلې، هغه ځمکه چې په غوایانو قلبه کېږي، د هندواڼو او خټکیو له هر بوټي له لسو دانو ډېر حاصل ورکوي چې هر یو یې ۷ کیلو وزن لري، خو هغه بوټي چې په مرکب کرل شوي، له دوو دانو ډېر حاصل نه ورکوي، هغه هم کمزوری او بې کیفیته.»

د فارياب د کرنې رييس وايي، د کرنې وزارت ښه پروګرامونه لري او هڅه کوي چې د بزګرانو لپاره د منل شوو طرحو وړاندې کولو او له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستې راجلبولو په موخه له هغوی د ملاتړ پلانونه پلي کړي.

په ورته مهال، په فاریاب کې د کرنې برخې تجربه لرونکی سلیمان قل وايي، د فاریاب ډېری اوسېدونکي کروندګر او مالداران دي، خو لسیزو جګړو او پرله‌پسې وچکالیو تر ټولو ډېر زیان بزګرانو او مالدارانو ته اړولی دی، لازمه ده چې حکومت په خپلو پرمختیایي پروګرامونو کې کروندګرو ته لومړیتوب ورکړي، څو هېواد له بهره د خوراکي توکو له تړلتیا وژغورل شي.

هغه زياته کړه، لس کاله وړاندې يې په کور کې درې جوړې غوایان درلود، هر کال يې سلګونه جرېبه کرنيزه او للمي ځمکه کرله؛ خو دا مهال یوه جوړه غوایان هم نه لري، خپلې ځمکې يې نورو ته د کښت لپاره ورکړې دي.

بزګران له اقتصادي ستونزو شکایت او د ملاتړ غوښتنه کوي.

د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ اوسېدونکى ٦٠ کلن محمد يوسف چې په خرو يې ځمکه قلبه کوله، پژواک سره یې خبرو کې وویل، ده او ډېری نورو کروندګرو په هېواد کې د وچکالۍ او څلوېښت کلنې جګړې له امله خپل کرنیز امکانات لکه جوړه غوایان، اصلاح شوي تخمونه، کاري ځواک او پانګه یې له لاسه ورکړي؛ اوس يې له ناچارۍ دوه خره پور کړي او دوه ټوټې هغه ځمکه یې پرې شدیاره کړې چې له پلاره په میراث ورپاتې ده، څو هندواڼې، خټکي او کدو پکې وکري.

هغه په خپلو خبرو کې د تېرو وختونو په یادولو سره یو سوړ اسویلی وویست او ویي ویل: «پلار مې یو مهال د سل جریبه ځمکې مالک و، کښت او کرونده مو کوله، خیر او برکت و، خو د پلار له مړینې وروسته ځمکې د وارثانو ترمنځ ووېشل شوې، ما ته دوه جریبه للمه ځمکه ورسېده، په دوو خرو چې په نغدو او قرض مې اخیستي، هر کال غنم، وربشې او پالېز کرم، ځینې مهال د وچکالیو له امله له منځه ځي، ان هغه تخم چې کرلی مې وي نه شم ترلاسه کولای او کله بیا د کور لګښتونه په سختۍ پوره کوم.»

هغه زياته کړه، یو جوړه ښو غوایانو بیه دوه سوه زره افغانۍ ده، د پېرلو توان یې نه لري او له بلې خوا یې عمر ٦٠ کلونو ته رسېدلی، د کار کولو حوصله هم نه لري؛ خو مجبور دی چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته د مړۍ پیدا کولو لپاره کار وکړي، کله چې د یوې کولو پر مهال په خرو پسې پنځه ځل لاړ او راشي نو ډېر ستړی او خسته کېږي.

د مېمنې ښار په څنډه کې يو بل کروندګر نجيب‌الله چې د خرو په وسیله یې ځمکه یوې کوله، وویل، د وچکالۍ له امله يې خپل ټول کرنيز وسايل او غوایان له لاسه ورکړي، دا مهال يو غویی له ٨٠ تر ٩٠زرو افغانيو بيه لري او د پېرلو وسه یې نه لري. یوه جوړه خره یې په ۲۶۰۰۰ افغانۍ پېرلي او اوس هم د ځمکې پر شودیارولو بوخت دی او غواړي خټکي وکري.

هغه وايي، سره له دې چې د سږني پسرلي اورښت د کرنې لپاره کافي نه و، خو بيا هم د تېرو کلونو په پرتله د قناعت وړ دی، په کور کې یې لس کسان دي، پرته له دې چې د خدای په توکل کښت او کر ونه کړي نو څه وکړي؟

نوموړي د کرنې له رياست او هغو بنسټونو چې له بزګرانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، وغوښتل چې د امکان په صورت کې د یوې جوړې غوایانو مرسته ورسره وکړي، څو کرنې برخې ته وده ورکړي.

[/restrict]

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.