نیلي (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
په دایکنډي کې د یونیسف ادارې مشر محمدجواد افضلي وویل، اقلیمي بدلونونو، بې وخته ورښتونو او سختې وچکالۍ ته په کتو، د دغه ولایت خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
هغه زیاته کړه چې د دوی د سروې لهمخې، د دایکنډي د کلیو او بانډو ۳۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د وچکالۍ په زیاتېدو سره ښايي وضعیت لا خراب شي.
د نوموړي په وینا، د دې ترڅنګ د یاد ولایت ۹۰ سلنه بزګر هم د وچکالۍ له امله سخت زیانمن شوي دي او دې ته په پام چې دا یو غرنی ولایت دی، نو د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې شته دي.
افضلي څرګنده کړه، اوسمهال د دایکنډي د کلیو او بانډو ډېری اوسېدونکي اړ دي چې د اړتیا وړ څښاک اوبه له لرې سیمو څخه راوړي چې دا ډول حالت ورته ډېر ګرانبیه او سخت دي.
دغهراز د یونیسف ادارې دغه مسوول وویل: «د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق چې د فعالیت یوه برخه یې د «اوبه او حفظ الصحه» تر نامه لاندې ترسره کېږي، روان کال په دایکنډي کې د اوبو رسونې ۲۱ پروژې تر کار لاندې لري.»
نوموړي وویل، په دې کې د ۱۰ کلینیکونو، ۸ ښوونځیو او درېیو کلیو د اوبو رسونې پروژې شاملې دي.
هغه څرګنده کړه چې یوه اوونۍ مخکې د نړۍوالو بنسټونو یو ټيم د همدې موخې لپاره دایکنډي ته راغی او د ستونزو د اورېدو لپاره یې له شپږو ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
افضلي وویل، د دغه پلاوي د څېړنو لهمخې، ټاکل شوې چې یونیسف اداره ژر د نورو پروګرامونو کار لکه د اوبو د څاهګانو کیندل او د بېړني حالت پروګرامونه پیل کړي.
په وروستیو دوو کلونو کې په دایکنډي کې د وچکالۍ په زیاتېدو سره، اوس د دغه ولایت د وګړو په منځ کې سختې اندېښنې رامنځته شوې دي.
د یاد ولایت اوسېدونکو څو ځله پژواک خبري اژانس ته د سطحي او ځمکې لاندې اوبو وچېدو له امله شکایت کړی و او په دې برخه کې یې له موسسو څخه مرسته غوښتې وه.
له بلې خوا، د دایکنډي سیمهییزې ادارې چارواکو هم څو ځله اعلان وکړ چې د وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو د ستونزو د هواري په موخه له موسسو سره همغږي لري.
په ورته وخت کې، په دایکنډي کې د بر هلمند سیند د فرعي حوزې رییس ملا رحیمالدین رحماني وویل، دقیق شمېرې ورسره نشته؛ ځکه په دغه اداره کې یې تازه کار پیل کړی دی.
خو نوموړي زیاته کړه چې د دوی اداره له کلونو راهیسې له یونیسف سره همکاري لري او تل یې د یونیسف د اوبو رسونې له پروژو څخه څارنه کړې ده.
رحماني د څښاک پاکو اوبو نهشتون او د وچکالۍ زیاتېدل ومنل، خو زیاته یې کړه چې دوی په دې برخه کې منظم پلانونه جوړ کړي، خو د بودجې نشتوالي له امله، دغه پلانونه تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP