نیلي (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): موسی چې اوسمهال ۵۴ کلن دی او د دایکنډي په مرکز کې ژوند کوي، وایي چې له ۳۰ کلونو راهیسې پر نشهيي توکو روږدی دی او اوس یې د خپلې کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي.
هغه چې په ماشومتوب کې د پلار له وژل کېدو وروسته د کورنۍ د نورو غړو له مینې بې برخې کېږي، نشهیې توکو ته مخه کوي. موسى وويل: «کله چې ماشوم وم پلار مې ووژل شو؛ هغه وخت مې نه یادېږي چې څو کلن وم، خو له هغو ورځو نور یتیم شوم او د ورونو له بې پامۍ سره مخ شوم او لږ لږ نشهیي توکو ته مې مخه کړه.»
دغه روږدی کس وایي، دا دی ۳۰ کاله کېږي چې نشهیي توکي کاروي او په ماشومتوب کې د چرسو د استعمال له امله یې دغه ناعلاجه درد ته مخه کړې ده.
نوموړی د دایکنډي د پاتوی ولسوالۍ د «تمزان» کلي اصلي اوسېدونکی دی او په لومړیو کې یې په همدغه کلي کې نشهیي توکو ته مخه کړې ده. هغه زیاته کړه، د ځوانۍ پر مهال ایران ته لاړ او په حقیقت کې هملته یې د نشهيي توکو (تریاکو) کارول پيل کړل.
موسی وویل، ۱۵ کاله کېږي چې له ایرانه بېرته راستون شوی، خو لا هم د کورنۍ هیڅ غړي ترې پوښتنه نه ده کړې او نه یې دي غوښتي چې درملنه یې وکړي.
هغه چې اوس پوډر کاروي، وویل: «دو کاله مخکې یو خیرخواه کس روغتون ته یوړم او زما درملنه یې وکړه؛ وروسته له هغه چې کور ته ستون شوم، د وروڼو له بې پروايي سره مخ شوم او په همدې خاطر ډېر خواشینی شوم؛ دا حالت مې ونشو زغملی او څه موده وروسته بېرته پر نشو روږدی شوم.»
له دي سره سره هغه هيله لري څو يوه ورځ نشهيي توکي پرېږدي، واده وکړي او د دایکنډي نورو خلکو په څېر عادي ژوند ولري.
دغه ناروغ اوس وايي، د نشهيي توکو کارول انسان ته له درد او عذاب پرته بل څه نه ورکوي او له همدې امله نور ځوانان باید د ده له ژوند او وضعیت څخه پند واخلي او نشو ته مخه نه کړي.
موسی زیاته کړه، په دې ورځو کې ان په خوب کې خپل د ماشومتوب وختونه ویني او هیله کوي چې لکه پخوا بېرته روغ شي.
همداراز د نشهیي توکو پر کارولو سربېره، لوږه او د کافي خوړو نشتون هم موسی او د هغه په څېر نور کسان ځوروي. هغه چې له خپلو نورو روږدو ملګرو سره د دایکنډي مرکز نیلي کې ژوند کوي، وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو پېر او پلور کم شوی او له همدې امله د پوډرو بیه هم لوړه شوې ده او هغوی یي د پېرلو توان نه لري. له بلې خوا، هغوی اوس له کثافت دانیو د بوتلونو په راټولولو او پلور سره توانیدلي چې ژوندي پاتې شي او ځیني وختونه څو شپې او ورځې د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري.
له بلې خوا، د هغه په خپله وینا چې خلک د نشهیانو او د هغوی د غلا له امله په عذاب دي؛ خو لوږه هغوی غلاو ته مجبوروي.
د موسی په وینا، په تېره یوه میاشت کې په دایکنډي کې څلور نشهیان د لوږې له امله مړه شوي دي.
هغه اوس له حکومته غواړي څو د درملنې د مرکزونو په فعالولو سره هغوی تر مراقبت او درملنې لاندې ونیسي.
موسی وویل، کورنۍ نه لري، خو حکومت دوی ته د مور او پلار حیثیت لري او باید لاسنیوی یې وکړي.
خو له دې ټولو مواردو سره سره، په دايکنډي ولايت کې د نشهیانو د درملنې يوازې يو مرکز شته چې د اقتصادي ستونزو له امله له فعاليته پاتې دى.
د دایکنډي په مرکز کې د روږدو د درملنې د ۲۰ بستریز روغتون مسوول رحمتالله رحمتي وویل: «پخوا به په دغه مرکز کې هر کال له ۱۸۰ څخه د زیاتو روږدو کسانو درملنه کېده، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو او د بودجې د نه تخصیص له امله دغه مرکز له فعالیته لوېدلی دی.»
په همدې حال کې، د دایکنډی د عامې روغتیا مرستیال سیداسحاق حسیني وایي، تر اوسه په دغه ولایت کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو په اړه کره شمېره نه ده ثبت شوې.
Views: 40
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP