[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): پاکستاني پولیسو دا ځل د دغه هېواد په سیند ایالت کې لسګونه افغانان نیولي او بندیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې هم پاکستاني پولیسو په بلوچستان ایالت کې د یوې ناوې په ګډون شاوخوا ۲۴۵ افغانان نیولي وو چې وروسته یې بیا خوشي کړل.
د امریکا غږ د راپور له مخې، یاد بندیان شوي کسان د تېرې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه هغه مهال ونیول شول چې له کراچۍ د سړک له لارې په بسونو کې پېښور ته روان وو.
سرچینې زیاته کړې چې د سیند ایالت پولیسو په ملیر سیمه کې دغه افغانان د غیرقانوني کډوالۍ په تور نیولي او زندان ته یې اچولي دي.
د پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې یوه افغان قومي مشر نظر خوږیاڼي ویلي چې ځینو کسانو ورته شکایت وکړ چې په کراچۍ کې یو شمېر افغانان نادرکه شوي خو ده چې معلومات وکړل، هغوی د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د صديق افغان په نوم یوه مدني فعال چې د افغان کډوالو چارې پر مخ بیایي، امريکا غږ ته ويلي: “په نيول شوو کې اکثريت کوچني ماشومان او ښځې دي چې په پېښور او کوهاټ کې خپلو کورونو ته روان وو او ځينو ته بيا په افغانستان کې توصیه شوې چې په پاکستان کې درملنه وکړي.”
هغه زیاته کړې، په کراچۍ کې د پوليسو لپاره د پيسو ګټلو تر ټولو غوره لار د افغانانو نيول او ځورول دي.”
افغان وایي: “دا يواځې نن نه، بلکې په ورځني ډول افغانان نيول کېږي او بيا له سلهاوو تر زرهاوو روپۍ ترې اخیستل کېږي.”
[/restrict]
Views: 157
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن