Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې یو کارګر ماشوم: پلار مې روږدی دی، که کار ونه کړم وږي پاتې کېږو

زرنج (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): نیمروز کې یو شمېر بې‌سرپرسته او بې‌وزلي ماشومان چې له کثافاتو د توکو ټولولو له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

د ژمي په دې ساړه موسم کې د نیمروز ښار په واټونو او کوڅو کې ماشومان په ډېرې سختۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځانونو ته یو څه برابروي، هغوی بې‌سرپرسته او له جګړې او فقره زیانمن ماشومان دي چې ساعتونه په کثافاتو کې سون‌توکي‌ یا نور شیان ټولوي.

د شېراحمد په نوم یو بې‌سرپرسته ماشوم

۱۲ کلن شېراحمد یو له یادو ماشومانو دی، هغه له خپل ورور او خور سره سهار تر ماښامه په کثافاتو کې د خپلې کورنۍ لپاره د لرګیو او نورو توکو ټولولو په لټه کې وي.

شېراحمد په غریو نیولي غږ وویل: «موږ مور او پلار نه لرو، یوه نیا مو له موږ سره ژوند کوي، اړ یو کار وکړو، که کار ونه کړو، وږي پاتې کېږو.»

هغه وايي، له کثافاتو ځیني توکي لکه د نوشابې اوسپنیز قطي راټولوو او پلورو یې، په پیسو یې ډوډۍ اخلو خو په پلاستیکونو او کاغذونو خونې تودوو.

شېراحمد هم د نورو ډېرو ماشومانو په څېر د ژمي له سخت ساړه او نه ختمېدونکي فقر له امله د ښوونځي پرېښودو ته اړ شوی او اوس کثافاتو کې توکي ټولوي.

نوموړی چې هیله لري د نورو ماشومانو په څېر زده‌کړې وکړي او ځان ته روښانه راتلونکی جوړ کړي، له اسلامي امارته غواړي چې هغه او د هغه په څېر نورو ماشومانو لپاره چې د بې‌وزلۍ له امله زده‌کړې نه شي کولای، د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

خو دا یوازې شېراحمد نه دی چې د بې‌وزلۍ له امله نه شي کولای زده‌کړې وکړي او د ځان لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي، بلکې نور ماشومان هم دي چې د دغه ښار لارو کوڅو کې لیدل کېږي چې په کار بوخت دي او ښوونځي ته له تلو بې‌برخې دي.

جاوېد او جمیله هم هغه خور او ورور دي چې د پلار روږدي‌توب د کثافاتو ټولولو ته اړ کړي

اته کلن جاوېد او لس کلنه جمیله هم هغه ماشومان دي چې په دې ساړه ژمي کې هره ورځ په کثافاتو کې د سون او ځیني نور توکي ټولوي.

جاوېد وايي: «پلار مې معتاد دی، زه او خور مې باید کار وکړو څو خپلې مور ته پیسې پیدا کړو، مور مو هر سهار یوه پلاستیکي بوجۍ موږ ته راکوي او وايي، د شپې لپاره ډوډي او د بخارۍ لپاره یوڅه پیدا کړئ.»

دغه ورور او خور د هوا له سړښته لړزې اخیستې، خو د دې لپاره چې مازدیګر خالي لاس کور ته ستانه نه شي، په کثافاتو کې توکو ټولولو ته دوام ورکوي.

جمیله وايي: «زه او ورور مې غواړو ښوونځي ته ولاړ شو، ټول هلکان او نجونې مکتب ته ځي، موږ نه ځو، له دې امله چې د ښوونځي بکس او کالي نه لرو، قلم او کتابچه نه لرو.»

جاوېد هم له درس ویلو سره لېوالتیا لري او غواړي په راتلونکي کې ښه ژوند ولري، له اسلامي امارته غواړي چې د ده او نورو بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره ښوونځي ته د تلو زمینه برابره کړي.

د دغو ماشومانو د ستونزو حلېدو او ژوند ښه کېدو لپاره د تګلارو وړاندیز

نمیروز کې ټولنیز فعال بسم‌الله سیرت په دې اړه پژواک ته وویل، هغه ماشومان چې سرپرست نه‌لري او یا یې اقتصادي وضعیت خراب دی، اړ دي چې د خپلو کورني لګښتونو پوره کولو لپاره سوال کولو ته مخه کړي، کثافات راټول کړي او یا هم درانه کارونه وکړي.

هغه وايي، ځیني نور ماشومان هم شته چې د یو شمېر مافیايي شبکو له لوري د دغو کارونو کولو ته اړ کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ماشومان چې ډېر یې له ۱۵ کلونو کم‌عمره دي، ښوونځي ته له تلو بې‌برخې دي چې په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

سیرت وړاندیز وکړ چې لومړی باید ټول دغه ماشومان راټول او وروسته بې‌سرپرسته ماشومان له بد سرپرسته جلا شي.

نوموړی زیاتوي: «دغه‌راز شبکه‌يي ماشومان چې د مافیايي بانډونو تر کنټرول لاندې دي، باید له هغوی بېل شي او کورنیو یا ملاتړکوونکو بنسټونو ته وسپارل شي.»

هغه وویل: «د بې‌سرپرستو ماشومانو لپاره دې د هغوی د روښانه راتلونکي لپاره د ښوونې او روزنې او یا د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي.»

سیرت وايي، یوه بله لاره هم شته چې د یادو ماشومانو سرپرستانو ته کارموندنه وشي څو د ژوند وضعیت یې ښه شي او خپل ماشومان کار کولو ته اړ نه کړي.

له بې‌سرپرستو ماشومانو د ملاتړ په موخه سروې

د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي محمدقاسم مبشر وايي چې له بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په موخه یې سروې په لاره اچولې چې په پایله کې یې بې‌سرپرسته ماشومان د نجونو او هلکانو دوو روزنتونونو کې جذب شوي دي.

هغه وايي: «موږ په راتلونکي کې پلان لرو چې سروې د ولایت په کچه په ښه او بشپړه توګه په لاره واچوو څو هغه ماشومان چې په لارو او سړکونو کې یې سوال ته مخه کړې، اړوندې برخې ته او هغه شمېر چې بې‌سرپرسته دي، روزنتون ته ولېږو او هغه شمېر ماشومان چې سرپرست لري، خو سوال کول یې عادت دی له کورنیو یې تظمین واخلو څو په راتلونکي کې له خپلو ماشومانو بده استفاده ونه‌کړي.»

د هغه په وینا، د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاست اوس مهال ۵۰ ماشومان د هلکانو په روزنتون او ۱۵ ماشومانې د نجونو په روزنتون کې ساتي او دغه هر یو روزنتون د ۲۰۰ ماشومانو د ساتنې ظرفیت لري.

مبشر زیاته کړه: «ټاکل شوې کميټه په دوامداره توګه بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان له سړکونو ټولوي، له یتیمو او هغه ماشومانو چې کوڅو کې ګرځي د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې د نجونو روزنتون د ۱۵ ماشومانو لپاره د یوه عربي خیریه بنسټ له لوري ژمني توکي ووېشل شول او دغه‌راز د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم ۱۲۰ یتیمو ماشومانو لپاره ژمني توکي وېشلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.