ژبه

‏منصور: د تورې اوبو بند د جوړلو چارې به ژر پيل شي

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير وايي، په زابل ولایت کې د تورې اوبو بند ډيزاين جوړ شوى او ډېر ژر به يې چارې هم پيل شي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير عبدالطیف منصور دغه څرګندونې نن د «خصوصي، ملي او نړۍوالې پانګه‌ونې د جذب او هڅونې کنفرانس» کې وکړې.

هغه وويل چې د زابل د تورې اوبو بند د جوړلو ډيزاين د افغان انجنيرانو له خوا بشپړ شوى او ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې هم پيل شي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل، خو د پژواک د راپور له مخې، دغه بند د کلات ښار په ۴ کیلومترۍ کې په نوخېز سیمه کې پروت دی چې د جوړولو چارې یې د تېر حکومت له خوا د ۱۳۹۹ لمریز کال په وروستیو کې پيل شوې وې او د سیاسي بدلون په راتلو ودرېدې.

د اوسني ډیزاین او پلان له مخې به د دغه بند دېوالونه له ۱۵ مترو څخه ۲۵ مترو ته لوړ شي چې په بشپړېدو به یې دغه بند د ۱۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري او زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.

دغه‌راز د یاد بند د جوړولو لپاره ۹۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې خو په نوي ډیزاین کې ۱۴۰ میلیونه افغانیو بودجې ته اړتیا لري.

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وویل چې په هېواد کې له اقتصادي ستونزو سره سره بیا هم د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ځینو پروژو کارونه جاري ساتل شوي دي.

هغه زیاته کړه، اوس په افغانستان کې امنیت ښه شوی، د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره دا ښه فرصت دی څو د اوبو او انرژۍ په برخه کې پانګه‌ونه وکړي.

په همدې حال کې په یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلارو وویل چې له ډبرو سکرو څخه یې ۱۷۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید طرحه ریاست الوزرا ته پیشنهاد کړې ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په څېر طبیعي زیرمې په هېڅ هېواد کې نشته نو باید په ښه توګه ورڅخه استفاده وشي.

نوموړي دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به ١٨ لوى او کوچني کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

دغه‌راز په ياده غونډه کې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وويل: «موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې د کانونو د استخراج، بندونو په جوړولو او نورو برخو کې پانګونه او کارونه ورځ په ورځ زیاتېږي، ښايي په لږ وخت کې افغانستان پر ځان بسیا شي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت ټول مسوولین په هېواد کې د اوسنیو ستونزو د هواري هڅه کوي.

برادر یو ځل بیا له هېواده بهر افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه او ځان‌بسیاینه کې همکاري او پانګونه وکړي؛ ځکه په دغه کار سره نه یوازې هېواد او خلکو ته خیر رسېږي، بلکې سوداګرو ته خپله هم ګټه رسوي.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل، یو شمېر سوداګرو ورسره ژمنه کړې چې د انرژۍ په برخه کې به ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګه‌ونه کوي.

هغه له داخلي پانګه‌والو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د اوبو او انرژۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي، څو افغانستان پر ځان بسیا شي.

دی وایي، حکومت له خصوصي سکتوره ملاتړ کوي او ترې غواړي چې د افغانستان په جوړولو کې دې برخه واخلي.

د يادونې ده، په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم، اوبو او انرژۍ او اقتصاد وزارتونو او د یلو ریور کمپنۍ او ځينو نورو شرکتونو ترمنځ د سروبي دویمې پروژې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.