Pajhwok Afghan News

د غوري سيمنټو فابريکې يو ځل بيا توليدات پيل کړل

پلخمري (پژواک، ٢١ زمرى ١۴٠١): د بغلان ولايت د غوري سيمنټو فابريکې له څلور مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا د تېر په څېر پر توليداتو پيل وکړ.

د غوري سیمنټو فابریکې د مالي او اداري څانګې مرستیال عبدالوکیل قیومي د زمري په ۲۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ډبرو سکرو د بيو لوړېدو له امله فابريکې څلور مياشتې توليدات نه درلودل.

هغه وايي: «د ډبرو سکرو هغه بیې چې د نظام له بدلون وروسته وټاکل شوې، د فابریکې د فعالیت لپاره په ګټه نه وې.»

دى زياتوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه، څو ځلې د کانونو وزارت له مسوولينو سره ليدل شوي او اوس هغوی ورته په مناسبه بيه د ډبرو سکاره ورکوي، نو ځکه دوى هم يو ځل بيا فعاليت او توليدات پيل کړل.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال دوى په ٢٤ ساعتونو کې ۵۰۰ ټنه سېمنټ توليدوي، خو هڅه کوي چې ٦٠٠ ټنو ته یې لوړه کړي.

دغه‌راز د يادې فابريکې يو کاريګر روح‌الله پژواک ته وويل، خوښ دى چې په خپل هېواد کې کار کوي او خپلې کورنۍ ته حلاله ډوډۍ پيدا کوي.

هغه وايي: «په خپل هېواد کې په کار کولو خوشاله يم، مسوولین دې د فابریکې سون‌توکي چمتو او موږ دې تشویق کړي چې لا زیات کار وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې څلور مياشتې وړاندې د يادې فابريکې مسوولينو پژواک ته ويلي و، د ځينو ستونزو له امله د فابريکې د توليداتو کچه په ٢۴ ساعتونو کې له پنځه سوو ټنو څخه سلو ټنو ته راکښته شوې ده.

Views: 190

Exit mobile version