ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې او مالیزیا د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه

ترکیې او مالیزیا د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه

author avatar
7 Sep 2022 - 18:09
ترکیې او مالیزیا د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه
author avatar
7 Sep 2022 - 18:09

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): ترکيې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره د ظرفیت جوړونې، لابراتوارونو، تخنیکي او ماليزيا ورسره په تخنيکي برخو کې د مرستو ژمنه کړې ده.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د اسلامي هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د ترکیې او مالیزیا هېوادونو د درملو او طبي محصولاتو له مسوولینو سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې عمر د درملو، طبي محصولاتو د کیفیت او په يادو شویو برخو کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه د ترکیې د درملو او طبي محصولاتو له عمومي رییس سره هر اړخیزې خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، د ترکېي هېواد ژمنه وکړه چې دوی به په ظرفیت جوړونه، لابراتوارونو او تخنیکي برخو کې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.