کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): ترکيې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره د ظرفیت جوړونې، لابراتوارونو، تخنیکي او ماليزيا ورسره په تخنيکي برخو کې د مرستو ژمنه کړې ده.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د اسلامي هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د ترکیې او مالیزیا هېوادونو د درملو او طبي محصولاتو له مسوولینو سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې عمر د درملو، طبي محصولاتو د کیفیت او په يادو شویو برخو کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا په اړه د ترکیې د درملو او طبي محصولاتو له عمومي رییس سره هر اړخیزې خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، د ترکېي هېواد ژمنه وکړه چې دوی به په ظرفیت جوړونه، لابراتوارونو او تخنیکي برخو کې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي د اسلامي هېوادونو سازمان د کنفرانس په ترڅ کې د مالیزیا هېواد د درملو او طبي محصولاتو ادارې له مرستیالې روسیلاوتي او مل پلاوي سره هم وکتل.
په دې کتنه کې روسیلاوتي ژمنه کړې چې د افغانستان د خوړو او درملو له ادارې سره به تخنیکي او لازمې مرستې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










