Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سلګونه کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې

پل علم (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز پل علم په پښتون‌اباد سیمه کې د برېښنا ریاست له لوري د یوه ټرانسفرمر په نصبولو ۳۴۰ کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.

د دغه ولایت د برېښنا رییس محمدفهیم منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا ریاست له لوري د مرکز پل علم په پښتون‌اباد سیمه کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت، یو لوی ټرانسفرمر پرانیستل شو چې ۳۴۰ کورنیو ته د برېښنا ورکولو ظرفیت لري.

هغه زیاته کړه، دغه کورنۍ مخکې له برېښنا بې‌برخې وې چې اوس د برېښنا اسانتیا ورته برابره شوه او د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.

د لوګر والي مولوي عنایت‌الله شجاع د ټرانسفرمر د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې یې د بیارغونې لویې او وړې پروژې پيل کړې چې یوه یې همدا د برېښنا رسولو ده.

هغه زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي د مرکز پل علم او ولسوالیو هغه سیمو ته هم برېښنا ورسوي چې خلک ورته ډېره اړتیا لري.

ده له خلکو وغوښتل چې له وارداتي برېښنا څخه په سمه توګه ګټه واخلي او په ټاکلي وخت د برېښنا د لګښت بیلونه تحویل کړي.

د پښتون‌اباد سیمې یوه قومي مشر حاجي محمد داوود پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړي ځل لپاره د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمن شول.

هغه زیاته کړه، اوس‌مهال د ژوند نږدې ټولې چارې له برېښنا سره تړلې، مخکې یې برېښنا نه لرله او له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

نوموړی غوښتنه کوي چې د پل علم نورو برخو ته دې هم برېښنا ورسول شي.

د یادونې ده چې د تاجکستان وارداتي برېښنا یوازې د لوګر ولایت مرکز پل علم ته غځېدلې او شاوخوا ۱۰زره مشتریان ترې ګټه اخلي.

خو د پاتې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا ورکولو ژمنې ورسره شوې، خو تر اوسه له مرکز پل علم پرته هیڅ ولسوالۍ ته برېښنا نه ده ورکړل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.