Language

اروزګان غږ کلنۍ مشاعره وشوه

ترینکوټ (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې «اروزګان غږ کلنۍ مشاعره» وشوه چې د سیمه‌ییزو چارواکو ترڅنګ په کې شاعرانو، نعت‌ویونکو او نورو وګړو ګډون کړی وو.

مشاعره پرون د ماښام له لمانځه وروسته پيل شوه او د شپې تر ۱۱:۳۰ بجو یې دوام وکړ.

د مشاعرې په پیل کې د اروزګان والي مولوي محمد علي‌جان احمد په خپله وینا کې وویل، خوښ دی چې په لومړي ځل د «اسلامي امارت» تر سیوري لاندې په یوې کلنۍ مشاعرې کې ګډون کوي.

هغه زیاته کړه: «کلونه مخکې دلته تر همدغه عنوان لاندې داسې مشاعرې جوړېدلې چې اسلامي ارزښتونو او افغاني دود ته یې زیان اړاوه، ګډون‌کوونکي یې هغه کسان وو چې د شیطان ډله بلل کېدله، هغوی شیطاني افعال ترسره کول او له موزیک سره یې سندرې ویلې.»

login or register a new account.