ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزه: کتابونه پلورم، څو اولادونه مې زده‌کړې وکړي

عزیزه: کتابونه پلورم، څو اولادونه مې زده‌کړې وکړي

author avatar
4 Oct 2022 - 14:30
عزیزه: کتابونه پلورم، څو اولادونه مې زده‌کړې وکړي
author avatar
4 Oct 2022 - 14:30

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): پنځوس کلنه عزیزه – چې په کابل کې له ۲۲ کلونو راهیسې په ګرځنده ډول کتابونه پلوري – وايي، خپلو اولادونو ته له دې لارې روزي ګټي، څو زده‌کړې وکړي او ژوند یې د دې په څېر له ستونزو ډک نه وي.

هغه چې په خاله عزیزه مشهوره ده، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پنډ کتابونه په خپله غېږ کې یوه او بله خوا ګرځوي، څو خلک یې ترې وپېري.

دې پژواک خبري اژانس ته وویل، خاوند یې کلونه مخکې په کابل کې د جګړو پرمهال وژل شوی، درې لورانې او درې زامن لري، مشر زوی یې پر نشو روږدی دی او نورو ته په خپل لاس روزي ګټي، څو ښوونځي ووايي.

هغه نالوستې ده، خو وايي: «کتاب سره ډېره علاقه لرم، زه ډېره پښېمانه یم چې ولې مې ښوونځی نه دی ویلی، اولادونو ته وایم چې شپه او ورځ پیسې ټولوم خو تاسو کورس ته لاړ شئ، درس او قران شریف ووایئ چې یو ځای ته ورسېږئ، خو بودیجه مې نه درلوده، کشر زوی مې تر دولسم درس وویلې، دوېم زوی مې تر لسم پورې ولوست او لورګانې مې یوه په دولسم کې ده او بله په لسم کې چې اوس په نیمايي لاره کې پاتې دي.»

له مېرمن عزیزې مو وپوښتل چې ولې د کتابونو پر ځای بل شی نه پلوري، څو ورسره هوسا اوسي او له ځان سره د کتابونو ګرځول دروند کار دی؟

عزیزې وویل: «کتاب مقدس دی، کتاب داسې یو شی دی چې ټول ورسره ملګرتیا لري، کولی شي یو څه ترې زده کړي، یو ځای ته یې رسوي، نور به څه وپلورو.»

هغې زیاته کړه، که کله ورته څوک ووایي چې مورې کتاب په څو دی؟ دومره خوشاله کېږي لکه ټوله دنیا چې څوک ورکړي، خو که وېې نه پېري نو بیا خواشینې کېږي.

دا وايي: «سمه ګوزاره نه کېږي، ستونزې شته، خو که د ورځې دوه – درې کتابونه وپلورم نو د کور خرڅ پیدا کېږي، که ونه شي نو بیا هم ګوزاره کوو، څه به وکړو، ژوند تریخ دی، چاره نشته، که پلوونه نه خورو نو پیاز کچالو پیدا کوو.»

هغې وویل چې دوه زامن یې هم کله چې کار ورته پیدا شي کوي یې، «د غریبۍ ژوند دې کوو یې.»

د دې په وینا، پخوا یې کار ښه و، خو له تېر کال راهیسې یې د کار خوند نشته.

هغه په بازار کې د ځینو کسانو له چلنده شکایت کوي، وايي: «ځیني کسان هر څه راته وايي، خو ځان تېرباسم، خواشینې کېږم هم، کله وایم چې خدایه ټولې بدبختۍ مو ماته راکړي، څه وکړم، چاره نشته.»

دې څو پرله‌پسې ساړه اسویلي وایستل، بیا یې وویل چې له ډېر وخت راهیسې ناروغه هم ده، د شکرې ناروغي او د ځیګر چربي لري او پښې یې درد کوي، خو بیا هم کار ته راوځي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

خاله عزیزه هیله لري چې په هېواد کې ارامي او ارزانۍ وي، خلک هوسا ژوند وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي.

دا زیاتوي: «پیغام مې دا دی چې خلک باید ځان وښوروي او وطن جوړ کړي، نور بس دی، شل کاله وشو، دېریش کاله وشو چې جنګ و، له جنګه نور خسته شوي یو، خلک نور باید خوشاله واوسي.»

هغې د مرکې په پای کې د کتاب پلورنې له کاره د یوې نه هېرونکې خاطرې یادونه وکړه، ویې ویل: «څو کاله وړاندې روژه وه، د سړک له غاړې مې روژه‌ماتی کاوه، د پارلمان یوه وکیله راغله، سلام یې وکړ، وې ویل چې مورې کتاب پلورې؟ ما ورته وویل چې هو لورې کتابونه پلورم، له ما یې یو کتاب واخیست او یو پاکټ یې راکړ، په هغه کې لس زره افغانۍ وې، نو دا ورځ زما په ژوند کې زما لپاره نه هېرېدونکې ده.»

هغې له همدې خبرې سره خدای په اماني وکړه، ویل یې:«زه ځم چې کتابونه وپلورم.»

Views: 276

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.