Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې ریاست: فراه کې د ښوونکو کمښت له امله لسګونه زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

فراه (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): د فراه د پوهنې ریاست وايي، د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې شاوخوا ۷۰زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «له پنځو شپږو کلونو راهیسې د فراه ولایت په ټولو لرې پرتو سیمو او ولسوالیو په ځانګړې توګه بکواه، بالابلوک او خاک‌سفید ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.»

ده وویل چې دا ستونزه يې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې او هغوی يې د هواري ژمنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه: «په ولایت کې ۱۰۰۰ معلمان کمبود لرو چې ۲۵۰ کسان د ازموینې له لارې بريالي شوي او د پاتې نورو د جذب چارې هم روانې دي.»

د فراه عام خلک هم دا یوه لویه ستونزه ګڼي او له حکومته غواړي چې د پوهنې په برخه کې دې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د فراه د ګلستان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالعزیز پژواک ته وویل: «په تېرو شلو کلونو کې زموږ د ولسوالۍ ماشومانو زده‌کړو ته پاملرنه نه ده شوې.»

ده له حکومته وغوښتل چې د ښوونځيو ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې دې حل کړي.

د فراه پوهنتون استاد عبدالواجد حنیف هم وویل چې افغانستان د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله پوهې او علم ته ډېره اړتیا لري او حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.