ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: پاکستان د نامنظمو اټومي وسلو لرلو له امله د نړۍ یو خطرناک هېواد دی

بایډن: پاکستان د نامنظمو اټومي وسلو لرلو له امله د نړۍ یو خطرناک هېواد دی

author avatar
16 Oct 2022 - 00:26
بایډن: پاکستان د نامنظمو اټومي وسلو لرلو له امله د نړۍ یو خطرناک هېواد دی
author avatar
16 Oct 2022 - 00:26

اټلانټا (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بايډن ویلي، پاکستان ځکه د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی چې اټومي وسلې یې غیرمنظمې دي.

بایډن دا څرګندونې د امریکا منځمهاله ټاکنو لپاره د ډیموکرات ګوند کمپاین کمېټې ته د وېنا پرمهال کړې دي.

هغه زیاته کړې: «زه ګومان کوم په نړۍ کې ښايي یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو پاکستان وي. اټومي وسلې یې هېڅ ډول انسجام نه لري.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ دې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او په اسلام‌اباد کې د متحدو ایالتونو سفیر یې احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بیا یوه خبري کنفرانس ته وویل، د بایډن په دې څرګندونو حیران شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «له کومه ځایه چې موضوع د پاکستان د اټومي شتمنیو د خوندیتوب او امنیت په اړه وي، موږ د اټومي انرژۍ له نړۍوال اژانس سره سم ټول نړۍوال معیارونه عملي کړي دي.»

د امریکا ولسمشر بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي: «پاکستان له امريکا سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته لېوال دی؛ د پاکستان او امریکا اړيکو ته د چين او افغانستان په تناظر کې کتل پکار ندي، امریکا د مختلفو پروګرامونو او پروژو له لارې په سخت وخت کې له پاکستان مرسته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه واشنګټن ته د سفر پرمهال د امریکا دفاع وزیر جنرال لویډ اسټن سره هم لیدلي وو.

Visits: 211

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.