ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له کمال خان بنده د کانالونو غځولو کارونه به ژر بشپړ او نیمروز کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي»

«له کمال خان بنده د کانالونو غځولو کارونه به ژر بشپړ او نیمروز کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي»

author avatar
20 Oct 2022 - 15:32
«له کمال خان بنده د کانالونو غځولو کارونه به ژر بشپړ او نیمروز کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي»
author avatar
20 Oct 2022 - 15:32

زرنج (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): په نیمروز ولایت کې کروندګر په داسې حال کې د روان کال د وچکالۍ او اوبو نشتوالي له امله د خپلو کښتونو له زیانمنېدو شکایت لري چې د اوبو رسونې ادارې مسوولین وايي، له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژې په بشپړېدو سره به دغه ستونزه هواره شي.

وچکالي او اوبو ته نه لاسرسی نه یوازې د نیمروز، بلکې د ځینو نورو ولایتونو خلکو لپاره هم یوه ستونزه ده او له دې اړخه تر ډېره کروندګر او مالداران زیانمن شوي دي.

په زرنج ښار کې یوه کروندګر شاه محمود نورزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، ۱۰ جریبه ځمکه لري، هغه مهال چې اوبه ډېرې وې د کروندې او خپلو محصولاتو د پلور له درکه یې ډېره ګټه ترلاسه کوله، خو سږ کال یې د اوبو نشتوالي له امله خپله ځمکه ونه کرله.

نورزاد چې له ۱۵ کلونو راهیسې د کرنې له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي، وايي: «هر کال مې په ځمکه کې له ۱۰ تر ۱۵ بوجیو پورې غنم کرل چې له ۹۰ تر ۱۰۰ بوجیو غنم به مې ترې ترلاسه کول، خو تېرکال مې خپله ټوله سرمایه پر ځمکو ولګوله، خو د اوبو نشتوالي له امله یې حاصل ور نه کړ او هرڅه وچ شول.»

سرچینه زیاتوي، د کافي اوبو نشتوالي له امله کرنه د له منځه تلو په حال کې ده او کروندګرو او مالدارانو ته درانه زیانونه اوښتي دي؛ څاروي یې د لوږې له امله تلف کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د اوبو د کمښت ستونزې د نیمروز پر ټولو اوسېدونکو اغېز کړی، خو کروندګرو ته یې ‌ډېر زیان اړولی دی.

نورزاد له اړوند مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره له کمال خان بند څخه د کانالونو غځولو پروژه بشپړه کړي څو د خلکو کښتونو ته اوبه ورسېږي.

په ورته وخت کې، د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ یو کروندګر محمدعیسی بلوڅ وايي، سږ کال کروندګرو د دغې ولسوالۍ په ۲۰۰۰۰ هکتاره ځمکه کې خربوزې او هندواڼې وکرلې چې د اوبو نشتوالي له امله یې شاوخوا ۶۰ سلنه محصولات له منځه ولاړل؛ یوازې ۴۰ سلنه وتوانېدل چې خربوزې او هندواڼې ترلاسه کړي.

هغه په دوام کې زیاته کړه، چخانسور ولسوالي چې د کرنې لپاره پراخې ځمکې لري، کروندګرو یې د کال په دغه موسم کې چې د غنمو او اوربشو د کرلو وخت دی، هیڅ غنم او اوربشې ونه کرل؛ ځکه چې حاصل ترلاسه کولو ته یې هيڅ هیله نشته.

بلوڅ وویل: «اوبه د ژوند سرچینه ده؛ که په نیمروز کې د اوبو د کمښت ستونزه حل نه شي، خلک اړ دي چې خپل توکي، څاروي او ځمکې وپلوري او کډه وکړي؛ ځکه له دوو کلونو راهیسې په نیمروز کې کروندې ښه حاصل نه ورکوي.»

نوموړی هم د اوبو رسونې ادارې له مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره له کمال خان بنده د کانالونو غځولو پروژه بشپړه کړي او د نیمروز خلکو ته اوبه ورسوي، څو کرنه د له منځه تلو له خطره وژغورل شي.

سرچینې څرګنده کړه: «ما سږ کال پر ۵۰۰ جریب ځمکه خربوزې او هندواڼې وکرلې، یوازې ۳۰ سلنه حاصل یې ورکړ، له همدې امله سږ کال غنم نه کرم؛ که اوبه وي، نو له یوې بوجۍ غنمو څخه ۲۰ بوجۍ غنم ترلاسه کېږي چې په پلورلو سره یې د ټول کال لګښتونه پوره کېدلای شي.»

په ورته وخت کې، د نیمروز ولایت د کرنې ریاست مسوولین هم د اوبو نشتوالي، وچکالۍ او د کروندګرو د زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د کرنې رياست د نباتي ناروغيو امر غلام فاروق شريفي پژواک ته وويل، نيمروز ولايت تل د وچکالۍ له امله له ستونزو سره مخ وي، خو د کمال خان بند په جوړېدو سره کروندګرو ته هيله‌مندي پيدا شوه او ټولو خلکو کرنه او مالداري پيل کړه او خپلې ځمکې يې کرلې وې، خو د بند اوبه کافي نه وې او په لنډ وخت کې وتړل شو چې کروندګرو ته يې ډېر مالي زيانونه واړول.

هغه زیاته کړه: «سږ کال په نیمروز کې له ۴۰ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه چې کرل شوې وه، حاصلات یې له منځه لاړل.»

شریفي زیاتوي، کروندګرو په دې فکر چې د کمال خان بند به کافي او دوامداره اوبه ولري، پر خپلې ټولې پانګې تخمونه واخیستل او وه یې کرل، خو یوازې یو ځل اوبه کېدو له امله یې کښتونه لوی نه شول او وسوځېدل.

دى وايي، سږ کال د کرنې رياست ونه شو کولاى چې کروندګرو ته تخمونه ووېشي او په دې برخه کې يې هم زيانونه ليدلي دي.

هغه زياته کړه، د وچکالۍ له امله د چخانسور او کونګ ولسواليو کروندګر تر ټولو ډېر زيانمن شوي؛ ځکه د ۸۰-۹۰ سلنه فصلونه یې حاصل ته نه دي رسېدلي یا له منځته تللي دي، خو په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې چې کافي اوبه لري، د کښت او کرنې وضعیت ښه دی.

د هلمند کښتني سیند (زرنج) فرعي حوزې رییس مولوي سیدمحمد ولي اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، دا مهال د کمال خان بند د درېيمې پروژې کار روان دى او د دغه بند له بشپړ جوړېدو وروسته به د نيمروز خلکو د اوبو ستونزه هواره شي.

نوموړي د دې خبرې په کولو سره چې د یادې پروژې د کار چټکتيا په موخه له کابله يو شمېر انجنيران نيمروز ته راغلي، زياته کړه: «په نږدې راتلونکي کې به د وزارت له مسوولينو سره يوه غونډه جوړه کړي او دغه‌راز هغه جیکونه او نور وسایل چې د دغه بند د درېیمې پروژې د جوړولو لپاره له ترکیې او هند څخه اخیستل شوي، کابل ته ورسېږي.»

سرچينه زياتوي، د کمال خان بند د ٥٢ ميليونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او اوسمهال په بند کې ٦٠ سلنه اوبه زېرمه شوې چې د يوې مياشتې لپاره به د نيمروز د خلکو اړتياوې پوره کړي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کمال خان بند اوبه د ايران پر لور خوشې شوې کنه؟ وويل: «دا مهال بند د ايران پر لور په بشپړ ډول تړل شوی؛ ان یو څاڅکی اوبه هم هغه لوري ته نه ورځي؛ ځکه اوبه د نیمروز د خلکو لپاره هم بسنه نه کوي.»

د هغه په ​​وينا، له وروستيو سېلابونو سره د کروندګرو د اوبو د کمښت ځینې ستونزې هوارې شوې؛ ځکه د کمال خان بند اوبه د لښکري ویالې له لارې د زرنج ښار او کنګ ولسوالۍ ته ورسېدی، خو چخانسور ولسوالۍ ته چې سطحه یې لوړه ده اوبه نه دي رسېدلي چې اوسېدونکي يې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

که څه هم د اوبو لګولو رييس د کمال خان بند پروژې د ستونزو په اړه څرګند ځواب نه ورکوي، خو وايي چې د دغه بند د پروژې کار ٨٠ سلنه پرمخ تللى دى؛ یوازې د کانال جوړولو ۲۰ سلنه کار چې له لارې یې ولسوالیو ته اوبه رسېږي، ډېر ژر به بشپړ شي او د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کرنې او مالدارۍ لپاره اوبه برابرې شي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.