فیروزکوه (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه روغتون کې تر ۱۴۰۰ ډېر ټپیان ثبت شوي دي.
د غور د ولايتي روغتون رييس ډاکټر عبدالاحمد نوري پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه روغتون ثبت شوې شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ١٤٠٠ کسان ټپیان او ۴ نور مړه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، له دې ډلې ١٢٢٥ يې سړي، ١٥٥ يې ښځې، ٤٥ يې هلکان او ٣١ يې نجونې دي.
د سرچينې په وينا، د دغو پېښو له امله مړه شوي کسان چې شمېر يې څلورو ته رسېږي، نارينه دي.
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد حماس د ترافيکي پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ او بیاحتیاطي، د سړکونو خرابوالى او په عمومي لارو او د ښار دننه سړکونو کې د ترافيکي نښو نشتوالى بولي.
هغه وويل، سرپرست حکومت د خامه سړکونو د جوړولو په برخه کې چې د ترافيکي پېښو عمده عامل بلل کېږي، ځیني اقدامات په پام کې لري.
يادې دواړې سرچینې له موټرچلوونکو غواړي چې د موټر چلولو پرمهال له پوره احتياطه کار واخلي، څو د ترافيکي پېښو مخه ونيول شي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن