ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: که نړۍوالې مرستې نه وی شوې، د افغانستان اقتصاد به له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای

شنونکي: که نړۍوالې مرستې نه وی شوې، د افغانستان اقتصاد به له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای

author avatar
30 Nov 2022 - 15:32
شنونکي: که نړۍوالې مرستې نه وی شوې، د افغانستان اقتصاد به له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای
author avatar
30 Nov 2022 - 15:32

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د چارو شنونکي له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې روانې مرستې د ستونزو په کمولو کې ډېرې اغېزناکې بولي وایي، که دا مرستې نه وای نو افغانستان به له اقتصادي پلوه له ډېرو ننګونو سره مخ شوی وای.

تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه، د افغانستان اسلامي جمهوریت وپرځېد او ځای یې اسلامي امارت ونیو.

له دغه تحول وروسته، د امریکا متحده ایالتونو پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړه، دغه کار په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزو لامل شو، خو له لږ ځنډ وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره بشري مرستې پیل کړې.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې څه باندي یو نیم میلیارد امریکايي ډالر نغدي بشري مرسته شوې ده.

دغه‌راز هره ورځ له سلګونو او ان زرګونو کورنیو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو که د اړینو توکو او نورې مرستې کېږي.

د مرستو اغېز

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، افغانانو له ډېر پخوا راهیسې ناخوالې لیدلې چې له همدې امله د نړۍوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لیدل کېږي او ډېرې اغېزناکې هم واقع شوې دي.

دی وایي، د نوي سرپرست حکومت په لومړیو کې خلک بیکاره شول، داخلي تولیدات، سوادګرۍ او نورو کاروبارونه هم له ستونزو سره مخ شول او هم مهاله د ډالرو او خوراکي توکو بیې هم ورسره لوړې شوې.

د هغه په وینا، کله چې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې نغدي او بشري مرستې پيل شوې، هم ورسره افغانۍ بېرته ثبات پیدا کړ او هم د افغانستان اقتصادي وضعیت نسبتا ښه شو.

محمدي وایي: «که چېرې دغه مرستې نه وای، نو بیکاري او د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو به افغانستان له ډېر بد حالت سره مخ شوی و؛ کوم کسان چې اوس مخ په ایران او نوروهېوادونو روان دي، دغه کچه به څو برابره زیاته شوې وه او د هېواد دننه به هم د خلکو چیغې پورته شوې وې، چې بیا دغه کار حکومت هم له بې‌ثباتۍ سره مخ کاوه او د اوس په شان به یې کارونه پرمخ نه تلل، بالاخره کېدای شوای خبره کورنۍ جګړې، ټولنیزې بې‌ثباتۍ او نظامي سرزورۍ ته رسېدلې وای.»

هغه وایي، د دغو مرستو راتګ چې په هر ډول وي، د افغانانو او د افغانستان اقتصاد لپاره ډېرې ګټورې دي؛ خو که چېرې اړو کسانو ته ونه ورسېږي نو په هېواد کې به د فقر او غربت کچه را ټیټه نه شي.

نوموړی وایي، حکومت باید ډېره هڅه وکړي چې دغه مرستې په شفافه توګه اړو کسانو ته ورسوي.

محمدي همداراز وایي چې حکومت باید د هېواد په کچه داخلي تولیدات او صادارت ډېر کړي او خلکو ته کاروبار پیدا کړي، څو خلک پر ځان بسیا شي.

د هغه په وینا، د دې لپاره چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم ثبات پیدا کړي، حکومت باید اقتصادي پلان او برنامه ولري او له اقتصادي برنامې پرته امکان نه لري چې اقتصادي ثبات رامنځته شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ذکریا حیدري وایي، د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره – چې خلک یې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي – نړۍوالې بشري مرستې ډېرې اغېزناکې دي.

ده زیاته کړه چې اوسمهال په افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او که دغه مرستې نه وي، اوس به افغانستان یو له هغه هېوادونو و چې د ژوند اړینو توکو نه لرلو او فقر له امله به پکې ډېره مړینه رامنځته شوې وه.

دی وایي، که چېرې دغه کار شوی وای، نو د افغانستان سرپرست حکومت لپاره به هم د نړۍ په کچه د «شرم یوه لکه» وه.

حیدري همداراز وایي چې بشري مرستې د خلکو لپاره دي، حکومت باید په دغو مرستو کې لاسوهنه ونه کړي او خلکو ته یې په شفافه توګه ووېشي.

د هغه په خبره، څومره چې دغه مرستې په شفافه توګه ووېشل شي، بهیر به یې نور هم وغځېږي او که چېرې لاسوهنې پکې وشي بیا کېدای شي چې ځینې مرستندویه ادارې خپلې مرستې ودروي.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په وار وار نړۍوالې ټولنې او نورو مرستندویه ادارو ته د امنیت د ډاډ ورکولو ترڅنګ ویلي چې د دوی مرستې به په شفاف ډول اړو کسانو ته رسوي.

د کابل ښار نهمې ناحیې اړوندې سیمې اوسېدونکی ۱۵ کلن رحیم‌الله هم د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګندوي او وایي، که چېرې دغه مرستې نه وای نو له سختو ستونزو سره به مخ شوي وو.

دی وایي: «یتیم یم، پلار مې د طالبانو له راتګ یو کال مخکې خپل ژوند لاسه ورکړ، خپلې کورنۍ ته اندېښمن وم چې زه او زما یتیمان وروڼه او خویندې به له څومره ستونزو سره مخ شي، خو شکر دا څووم ځل دی چې مرستې مې ترلاسه کړې دي او د ژوند چارې مو پرې روانې دي.»

دی هم له حکومته غواړي چې دغه مرستې په شفافه توګه تر اړو کسانو ورسوي.

Visits: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.