جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرافعه محکمې رياست وايي، د دغه ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د لومړنۍ محکمې له لوري يوه ښځه او دوه سړي د نامشروع اړيکو درلودو په جرم په درو وهل شوي دي.
د ننګرهار مرافعه محکمې رياست د نشراتو له مديريته د لېندۍ په ۱۵مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګوشتې ولسوالۍ د ابتدائيه شرعي محکمې له خوا د يوې مېرمنې په ګډون درې کسان په درو وهل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په ۱۴۴۴/۵/۱۰ هــ ق تاریخ د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په انګړ کې درې تنه هر يو چمن ولد محمد، دلاور ولد محمدګل او بيبي امنه بنت عبدالکریم د غيرمشروع روابطو درلودو په موضوع کې له ۱۲ تر ۲۰ درو پورې ووهل شول.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د قضائيه پلاوي له خوا دلاور په ۲۰، چمن په ۱۹ او بيبي امنه په ۱۲ درو په عام محضر کې د محکومو کسانو د قناعت په موجوديت کې ووهل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP