اسعداباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د ننګلام تنګي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه پله د جوړولو چارې پیل کړې.
د یادې سیمې خلکو د دغه ۱۲ مترو په اوږدوالي کانکریټي پُل جوړولو کار پرون پیل کړ.
د ننګلام تنګي سیمې خلک وايي، دوی د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اړ شول چې ځان ته په خپله د یوه پله جوړولو لپاره اقدام وکړي.
د ننګلام تنګي قومي مشر عنایتالرحمن پژواک اژانس ته وویل، د دوی دوه لوی کلي چې سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي، یو بل ته د تګ راتګ لار نه لرله، له همدې امله یې د دغه پله پر جوړولو یې اقدام وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن