منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کونړ په ماڼوګي کې ځايي خلک په شخصي لګښت یو پُل جوړوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۷ کتنې

اسعداباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د ننګلام تنګي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د یوه پله د جوړولو چارې پیل کړې.

د یادې سیمې خلکو د دغه ۱۲ مترو په اوږدوالي کانکریټي پُل جوړولو کار پرون پیل کړ.

د ننګلام تنګي سیمې خلک وايي، دوی د حکومتونو د نه پاملرنې له امله اړ شول چې ځان ته په خپله د یوه پله جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د ننګلام تنګي قومي مشر عنایت‌الرحمن پژواک اژانس ته وویل، د دوی دوه لوی کلي چې سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي، یو بل ته د تګ راتګ لار نه لرله، له همدې امله یې د دغه پله پر جوړولو یې اقدام وکړ.

هغه وویل: «زموږ په سیمه کې تر ۸۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي چې د پُل نشتوالي ډېر کړول او یو د بل په غم ښادۍ مراسمو کې يې ګډون نشو کولای، اوس مو د کلیوالو په شخصي لګښت د پله جوړېدو چارې پيل کړې او هیله ده چې په جوړېدو سره يې ستونزې هم حل شي.»

نوموړي زیاته کړه، د پله نشتوالي له امله د سیمې ماشومان ښوونځيو ته پر ډېرو خطرناکو او سختو لارو ځي او والدین يې سخت اندېښمن کړي دي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي محب‌الله وویل، حکومتونو د دوی ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او اوس خلک اړ شول چې په خپله اقدام وکړي.

هغه وویل: «زموږ په سیمه کې زرګونه خلک ژوند کوي، د جمهوریت پرمهال مو د ټولو ادارو دروازې وټکولې، د نوي حکومت له چارواکو مو هم غوښتنه وکړه خو څوک مو غږ نه اوري، اوس په خپله مجبور شو چې له کلیوالو پيسې راټولې کړو او د پله جوړېدو کارونه مو پیل کړل.»

نوموړي وویل، اټکل کېږي چې د یاد پله د جوړېدو لګښت به درې میلیون افغانیو ته ورسېږي.

د کونړ ولایت مسوولین هم مني چې د ماڼوګي ولسوالۍ د ننګلام تنګي اوسېدونکي د پله نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو وايي چې د دغې سیمې له خلکو سره به د پله په جوړېدو کې مرسته وکړي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله پژواک ته وویل: «موږ د ماڼوګۍ ولسوالۍ د تنګي سیمې اوسېدونکو هڅې ستایو چې په خپل شخصي لګښت یې د پله جوړېدو چارې پېل کړې دي؛ زموږ هڅه ده چې له مرکزي حکومت سره په همغږۍ د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو رغنیزې چارې ترسره کړو.»

نوموړي زیاته کړه، حکومت پلان لري چې په کونړ کې د ویجاړو شوو پلونو د بیارغونې ترڅنګ نوي پلونه او سړکونه هم جوړ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه