ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د ګیزاب اوسېدونکي له حکومته د کندوګک پله د رغولو غوښتنه کوي

د اروزګان د ګیزاب اوسېدونکي له حکومته د کندوګک پله د رغولو غوښتنه کوي

author avatar
19 Dec 2022 - 17:03
د اروزګان د ګیزاب اوسېدونکي له حکومته د کندوګک پله د رغولو غوښتنه کوي
author avatar
19 Dec 2022 - 17:03

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان په ګیزاب کې پر هلمند سیند د غځېدلي کېبلي پله ځينې برخې ویجاړې شوې چې د دغې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د «کندوګک» په نوم دغه پُل چې ۳۸ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري، شاوخوا ۲۵ کاله مخکې د خلکو له خوا له کېبلونو او تختو جوړ شوی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.

د ګیزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حنیف‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دغه پل پلي کسان، موټرسایکلونه، څاروي او کوچني موټر د سیند له یوې غاړې بلې ته تېرېږي.

هغه زیاتوي، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د پله تختې ماتې شوې، کېبلونه یې پرې شوي او دواړو خواو ته له ډبرو جوړې پایې یې هم نړېدلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.