ترینکوټ (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان په ګیزاب کې پر هلمند سیند د غځېدلي کېبلي پله ځينې برخې ویجاړې شوې چې د دغې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د «کندوګک» په نوم دغه پُل چې ۳۸ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري، شاوخوا ۲۵ کاله مخکې د خلکو له خوا له کېبلونو او تختو جوړ شوی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې برخې ویجاړې شوې دي.
د ګیزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حنیفالله پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دغه پل پلي کسان، موټرسایکلونه، څاروي او کوچني موټر د سیند له یوې غاړې بلې ته تېرېږي.
هغه زیاتوي، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې د پله تختې ماتې شوې، کېبلونه یې پرې شوي او دواړو خواو ته له ډبرو جوړې پایې یې هم نړېدلې دي.
نوموړی وايي، له همدې امله خلک پر دغه پل تګ راتګ نه شي کولای او اړ شوي څو په کښتیو کې د سیند له یوې غاړې بلې ته واوړي.
د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد یوسف هم وايي چې د پله د تخریب له امله د سیند په دواړو غاړو کې مېشتې ۳۰ زره کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي، دغه پل چې شاوخوا ۲۵ کاله مخکې د یوه هزاره اوسېدونکي په نوښت د خلکو له خوا جوړ شوی، پخوا یې هم ځینې برخې ویجاړې شوې وې خو په دې وروستیو کې یو مخ له کاره لوېدلی دی.
د نوموړي په خبره، په یاده سیمه کې د تېر حکومت پرمهال د یوه بل پل د جوړولو چارې پيل شوې خو بېرته نیمګړې پاتې شوې.
دوی له حکومته د دغه پل د ژر جوړولو غوښتنه کوي.
د ګیزاب ولسوال کامران اخندزاده د کندوکګ په نوم د دغه کېبلي پله د تخرېب له امله د خلکو ستونزې مني او وايي، له مرکز څخه یې د دغه پله د ترمیم او دغه پل ته څېرمه د یوه بل پله د نیمهکاره پروژې د بشپړېدو غوښتنه کړې ده.
د اروزګان ولایت مقام ویاند احسانالله حماس هم پژواک اژانس ته وویل، والي د کندوکګ پله د ترمیم په برخه کې ځایي مسوولینو ته سپارښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، ممکن په نږدې ورځو کې پل ترمیم او د خلکو ستونزې هوارې شي.
تر دې وړاندې د اروزګان د چارچینو اوسېدونکو هم شکایت کړی و چې په دې ولسوالۍ کې د اسټرالیا له لوري جوړ شوی کېبلي پل د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










