کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): دوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې په ګډه اعلامیه کې او دغه راز ترکیې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت وړمه ورځ وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.
د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»
دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګيو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.
د سرپرست حکومت دغه کړنې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.
استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانیې، سویس، انګلیستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زدهکړو ځنډولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت پرېکړه ناسمه بللې ده.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنې «بې رحمانه او سیستماتیکې» دي.
سرچینه زیاتوي چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د افغانستان سرپرست حکومت پارکونو ته د ښځو پر تګ د ممنوعیت او ځینو نورو مسایلو په اړه لږ تر لږه ۱۶ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو د خوځښت مخه یې نیولې ده.
په اعلامیه کې راغلي: «دا تګلارې د افغانستان خلکو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د طالبانو بې غوري ښیي.»
سرچینه زیاتوي: «د افغان ښځو هوښیارتیا او تحرک ته په عاجله توګه اړتیا لیدل کېږي څو د ژورو او حیرانوونکو اقتصادي او بشري اړتیاوو کمولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.»
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان هغه مهال له اقتصادي پلوه باثبات او سولهییز هېواد کېدای شي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان وکولای شي په پوره، مساوي او معنالرونکې توګه د هېواد په راتلونکي او پرمختګ کې برخه واخلي.
یادو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو لپاره د لوړو زدهکړو او دغه راز له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اوسني حکومت یادې تګلارې به له دغه حکومت سره د یادو هېوادونو پر تعامل اثر ولري.
سرچینه زیاتوي چې د دوی تر ټولو مهمه اندېښنه د افغانستان د خلکو د هوساینې، حقونو او ازادیو په اړه ده.
ترکیې هم په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیز پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تعلیم د هر انسان حق دی او هیڅوک باید ترې بې برخې نه شي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د هر هېواد سوکالۍ او ښه راتلونکي لپاره د ټولو نجونو تعلیم اساسي اړتیا ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د دې پرېکړې اصلاح لپاره دې ژر تر ژره اړین ګامونه واخیستل شي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، متحده عربي اماراتو، ملګرو ملتونو، سعودي عربستان او د بشري حقونو او د بښنې نړۍوالو سازمانونو هم د نجونو زدهکړو ځنډولو یادې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او نیوکې یې پرې کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دغو غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي نن پر خپل ټویټر لیکلي: «تر امر ثاني پورې د اناثو پوهنتونونو بندېدو په اړه به د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر نن یا سبا وضاحتي کنفرانس ولري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP