ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کوکچې پورې ولسوالیو اوسېدونکي: که د امو سیند د تحکیماتو کار پیل نه شي، کورونو پرېښودو ته اړ کېږو

له کوکچې پورې ولسوالیو اوسېدونکي: که د امو سیند د تحکیماتو کار پیل نه شي، کورونو پرېښودو ته اړ کېږو

author avatar
26 Dec 2022 - 19:29
له کوکچې پورې ولسوالیو اوسېدونکي: که د امو سیند د تحکیماتو کار پیل نه شي، کورونو پرېښودو ته اړ کېږو
author avatar
26 Dec 2022 - 19:29

تالقان (پژواک،۵ مرغومې ۱۴۰۱): د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو ځيني اوسېدونکي د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو له نشتوالي اندېښمن دي او وایي، که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، په تېر حکومت کې د یادې ستونزې هواري ډېرې ژمنې وشوې، خو تر اوسه هيڅ پام ورته نه دی شوی.

د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی امین خان وایي، هر کال په ژمي او پسرلي موسمونو کې د امو سیند د اوبو ډېرېدو شاهدان دي چې ډېری وخت د کرنیزو ځمکو او څرځایونو د ویجاړولو لامل ګرځي.

هغه زیاتوي چې په تېر حکومت کې څو ځلې د امو سیند د تحکیماتو جوړولو پلان ونیول شو، خو عملي کار یې پیل نه شو؛ اوس  د یادې ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسېدونکي اړ دي چې خپل کورونه پرېږدي.

هغه له حکومته وغوښتل چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو یو بل اوسېدونکی احسان‌الله وایي، امو سیند چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ بهېږي، د تحکیماتو نشتوالي له امله هر کال خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړوي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې له امله، تر اوسه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، څرځایونه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي او که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، د سیند اوبو پورته کېدو پرمهال به سلګونه نور کورونه هم ویجاړ شي.

له کوکچې بره ولسوالیو یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته نظرونه مطرح کړل او له حکومته یې د دې ستونزې  د هواري غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د تخار د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احمدالله تالقاني له پژواک سره په خبرو کې د خلکو د اندېښنو د تایید ترڅنګ وایي، د امو سیند د تحکیماتو عملي کار پیلولو وړاندیز وزیرانو شورا ته وړاندې شوی او د سرحدونو چارو وزارت له خوا یې د عملي کولو هڅې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، که د سرپرست حکومت له خوا د اموسیند د تحکیماتو عملي کار ته پاملرنه ونه شي، د اوبو پورته کېدو پرمهال به د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو، څرځایونو او کورونو ویجاړېدو شاهدان و اوسي.

هغه ډاډ ورکوي چې له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو خلکو د دې ستونزې هوارولو په برخه کې به له هيڅ ډول همکارۍ او کوښښه دریغ و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له کوکچې بره ولسواليو خلک سره له نورو محرومیتونو، په ځلونو د امو سیند له تخریباتو شکایت کړی او له حکومته یې دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.