کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهابالدین دلاور وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۶مه) په یوه ویډیو کې کړې دي.
دلاور وايي: «ابتدايي مکاتب دي، که ثانوي مکاتب دي او که پوهنتونونه دي، زما اطلاع دا ده چې په دې باره کې به ژر تصمیم ونیول شي؛ په دې اړه د مولوي هبةالله اخندزاده له لوري په صادر شوي فرمان کې هم امر ثاني یاد شوی دی.»
هغه زیاتوي، اوس مهال په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر وري/حمل میاشتې به د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو خلاصېدو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP