کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهابالدین دلاور وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د مرغومي ۶مه) په یوه ویډیو کې کړې دي.
دلاور وايي: «ابتدايي مکاتب دي، که ثانوي مکاتب دي او که پوهنتونونه دي، زما اطلاع دا ده چې په دې باره کې به ژر تصمیم ونیول شي؛ په دې اړه د مولوي هبةالله اخندزاده له لوري په صادر شوي فرمان کې هم امر ثاني یاد شوی دی.»
هغه زیاتوي، اوس مهال په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر وري/حمل میاشتې به د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو خلاصېدو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي.
د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهابالدین دلاور دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې اونۍ مخکې (د لېندۍ ۲۹مه) د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.
له دغه امر وروسته بیا اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه کورنيو او بهرنيو انجیوګانو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې دې د ټولو ښځينه کارکوونکو دندې- چې له دوی سره کار کوي- وځنډوي.
د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د روان ښوونیز کال په پيل کې ځنډول شوي دي.
دغو پرېکړو په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول او له حکومته یې وغوښتل چې خپلې دا پرېکړې بېرته واخلي.
  . . .










