Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه میاشت کې په یوولس ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو تېره مياشت په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

د عدلیې وزارت نن پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ځمکو له غصبه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادي‌الثاني د میاشتې په اوږدو کې په کندوز، جوزجان، تخار، غزني، غور، پکتيا، خوست، زابل، ميدان‌وردګ، باميان او پنجشېر ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

سرچینه زیاتوي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته راګرځول شوې ۱۳ زره او ۲۸۵ جریبه ځمکه، په غزني ولایت کې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ځمکو د غصب تخنیکي پلاوو په یاده موده کې، په ۱۸ ولایتونو کې څه باندې ۱۴۶ زره او ۷۹۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې او څه باندې ۴۶۳ زره او ۲۰۵ جریب نوره په ۲۹ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې ده.

سرچینې زیاته کړې، د امارتي ځمکو د څېړنې، تثبیت او راګرځولو بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شوو زرګونه جریب امارتي ځمکو دوسیې د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاوو تر څېړنې لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.