میمنه (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.
د فارياب پوهنې رييس مولوي حفیظ الله معتصم بالله د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې٥٥٠ ښوونیز مرکزونه چې په هغو کې لومړني، منځني او لېسه ښوونځي، دارالمعلمینونه او مدرسې شامل دي، ودانۍ نه لري او د دغو ډېر یې په ولسوالیو کې دي.
معتصم بالله زیاته کړه: «د بهرنيو ځواکونو بمبار له امله د څو ښوونځيو ودانۍ ويجاړې شوې او ځينې نورې بیا د جمهوریت حکومت د سرتېرو له خوا ويجاړې شوې دي.»
سرچینې دغه راز زیاته کړه: «د پوهنې وزارت انکشافي بودجه تر اوسه د ښوونځیو ودانۍ جوړولو او بیارغونې لپاره منظور شوې نه ده، خو له همکارو موسسو سره دوامداره ناستې او مشورې لرو، د معارف اړتیاوې مو مطرح کړې، تصمیمونه ونیول شول څو په نوي ښوونیز کال د ښوونځیو جوړولو لپاره اقدام وشي.»
هغه مني چې د پوهنې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د تعمیرونو په برخه کې ستونزې شته خو وايي چې د شل کلنې جګړې زيانونه په يو يا دوو کلونو کې نه شي ترميمېدلى؛ د ستونزو د حل لپاره وخت او منابعو ته اړتیا ده.
د فارياب د پوهنې رييس په داسې حال کې چې د تېر حکومت مسوولین پر فساد او د پوهنې له اسانتياوو پر ناوړه ګټه اخيستو تورنوي، ادعا کوي چې په هغه وخت کې تر څلوېښت سلنه ډېر ښوونځي خيالي وو.
هغه وویل: «د جمهوریت وخت کې د خیالي ښوونځیو امرین او کارکوونکي ټول د ولایت په مرکز میمنې ښار کې وو، د پوهنې له ټولو حقونو او امتیازاتو برخمن وو، خو د دوی ټولې کړنې د کاغذ پر مخ وې، د حاضریو راپور یې تنظیماوه؛ په حقیقت کې ښوونځي کې نه ښوونکی او نه کوم زدهکوونکی و.»
نوموړي د جمهوريت پر مهال خیالي ښوونځي د ملت له حقوقو سرغړونه وبلله او یادونه یې وکړه چې د اسلامي امارت له راتلو وروسته نور خیالي ښوونځي، خیالي ښوونکي او خیالي زدهکوونکي نشته.
د کوهستان ولسوالۍ يو شمېر مخور او د پوهنې مسوولين وايي چې په دې ولسوالۍ کې له ٣٥ ښوونځيو يوازې ٨ یې وادنۍ لري چې هغه هم د جګړو پر مهال زيانمن شوي او ترميم ته اړتيا لري.
د کوهستان ولسوالۍ د پوهنې رييس مولوي عبدالقدوس هم د ښوونځيو ودانيو نشتوالي ستونزه تاييد کړه او ويې ويل چې د يادو ٢٨ ښوونځيو زدهکوونکي د خلکو په کورونو، تر ونو لاندې او په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د کوهستان اوسېدونکي نجيبالله پژواک ته وويل، د تېر حکومت پر مهال د دې لرې پرتې ولسوالۍ خلک له ټولو اسانتياوو بې برخې وو؛ د خلکو د ستونزو حل ته پاملرنه نه ده شوې.
هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ چې د ښوونځیو لپاره ودانۍ نه دي جوړې شوې، ښوونکو، کتاب او زدهکوونکو هم فزيکي شتون نه درلود.
هغه له سرپرست حکومته وغوښتل چې د «کوهستان» د خلکو اړتياوې دې پوره کړي؛ ښوونځي، مدرسې، روغتون او د ولايت مرکز ته سړک ورته جوړ کړي.
د «چهلګزي» نوې منظور شوې ولسوالۍ یو مخور عبدالحمید وايي چې دوی د قیصار ولسوالۍ اړوند وو چې له مرکزه د چهلګزي د لرې واټن له امله ښوونځيو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او ډېر ښوونځي یې ودانۍ نه لري.
هغه دغه راز وویل، په جمهوریت کې ډېر خیالي ښوونځي فعال وو؛ ښوونکي او زدهکوونکي حاضر نه وو، د زدهکوونکو حاضري په خیالي ډول ترتیبېده، له پوهنې یې امتیازات او معاش ترلاسه کاوه.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن