ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکايت کوي

د ننګرهار خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکايت کوي

author avatar
16 Jan 2023 - 17:19
د ننګرهار خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکايت کوي
author avatar
16 Jan 2023 - 17:19

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکايت کوي او وايي، تر ډېره د دغو شبکو انټرنيټي خدمات بې‌کيفيته دي.

بلخوا چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړې چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د خدماتو په برخه کې شته ستونزو ته حل‌لار پیدا کړي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي نقيب احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د مخابراتي شبکو فعاليت ډېر کمزوری او بې‌کيفيته شوی او په ځانګړې توګه د انټرنټي خدماتو کیفیت یې ډېر ټیټ دی.

هغه زياته کړه: «د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو او جلال‌اباد ښار کې مخابراتي شبکې کار نه کوي، ولسوالیو خو لا څه کوې چې په ښار کې هم کار نه کوي.»

نوموړي وویل، ډېری وخت چې له ملګرو او خپلوانو سره اړیکه نیسي نو یا پرې کېږي او یا یې غږ سم نه ورځي.

د ننګرهار ځیني نور اوسېدونکي بیا وایي، د دغه ولايت په يو شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت پر نشت حساب دی او په ځينو هغو سيمو کې یې پوښښ بیا دومره کمزوری دی چې خلک د اړیکو نیولو پرمهال غونډیو او یا لوړو ځایونو ته خېژي.

دغه خلک د اړیکو نیولو په برخه کې پر شته ستونزو سربېره، د انټرنېټي خدماتو ټيټ کیفیت ستونزه هم جدي بولي او نيوکه کوي چې مخابراتي شبکو هغه ډول خدمات نه دي وړاندې کړي څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد حکيم پژواک ته وويل، په لرو ولسواليو کې د مخابراتو په برخه کې خورا ډېرې ستونزې شته.

دی وايي: «په شېرزادو او همدارنګه حصارک او زیاتره نورو ولسوالیو کې خو د مخابراتي شبکو فعالیت بیخي په نشت حساب دی او لامل یې همدا دی چې ستونزو ته د خلکو پاملرنه نه کېږي.»

په همدې حال کې، د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي ذبیح‌الله ذکي هم په ځینو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د ټيټ کیفیت ستونزه تاییدوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، پر داسې یو پلان کار کوي چې په پلي کېدو سره به یې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو په برخه کې شته ستونزې حل شي.

ذکي زیاتوي: «د ننګرهار په زیاتره ولسوالیو کې مخابراتي شبکې څه ډول چې لازمه ده کار نه کوي، نو دا ستونزه به حل شي او په دې برخه کې د خصوصي مخابراتي شبکو له مسوولینو سره هم خبرې شوې دي، همدارنګه پر یوه پلان کار کوو چې له مخې به یې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو او مرکز کې د مخابراتي شبکو شته ستونزې حل شي.»

اوسمهال په ننګرهار کې پر سلام دولتي مخابراتي شرکت سربېره، څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالې دي چې له ټولو يې یو شمېر خلک شکايتونه لري.

Visits: 139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.