ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې بېځایه شوې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

بلخ کې بېځایه شوې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

author avatar
23 Jan 2023 - 11:53
بلخ کې بېځایه شوې کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
author avatar
23 Jan 2023 - 11:53

مزارشریف (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): بلخ کې د خېمو اوسېدونکي وایي چې د هوا له سړېدو سره له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او د مرستې غوښتنه کوي.

بلخ ته له بېلابېلو ولایتونو راغلي کډوال چې د ژمې سړې شپې او ورځې په خېمو تېروي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دغو کسانو له ډلې امرالله وايي چې درې کاله مخکې له فاریابه بلخ ته رابېځایه شوى او اوس مهال د مزارشریف ابو دوجانه کمپ کې په خېمه کې اوسېږي.

امرالله وایي، له یوې خوا بېکاري ده او له بلې خوا د ژمي سړه څپه يې د کورنې ژوند ګواښي؛ هغه له حکومت او مرستندویه ټولنو غوښتنه وکړه چې مرسته ورسره وکړي.

دغه راز يو بل کډوال فیض‌محمد وایي، کډوالو خپل ټول شته له لاسه ورکړي او راغلي څو دلته تر خېمو لاندې ژوند وکړي، خو ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاتوي حکومت باید دوی بېرته خپلو سیمو ته واستوي، کنه نو دلته یې باید لاسنیوی وکړي.

همدارنګه يو بل کډوال سید یوسف هم وایي چې د سړې هوا له امله د دغه کمپ ګڼ شمېر ماشومان ناروغ شوي او حکومت باید پاملرنه ورته وکړي.

بلخ کې د امید فردا کډوالو کمپ مشر خواجه خیرالله بیا وویل چې یو شمېر بېځایه شوې کورنۍ د نوي حکومت له حاکمیت راوروسته خپلو سیمو ته تللې او ځینو نورو ته په بلخ کې ځمکې وېشل شوې چې د کورونو جوړولو وس نه لري.

بلخوا، د بلخ حکومتي مسوولين هم د يادو کډوالو ستونزې تاييدوي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ريیس مولوي بورجان نايب وایي چې د سړې هوا له پیل سره یې له بېلابېلو ادارو سره بېړنۍ ناستې کړې او هڅه کوي څو بېځايه شوو ته مرستې برابرې کړي.

هغه دغه راز له سوداګرو او مرستندویه ټولنو هم وغوښتل چې له کډوالو او د خېمو له اوسېدونکو سره مرسته وکړي.

د یاد ریاست د شمېرو له مخې، بلخ ته له بېلابېلو ولایتونو د جنګ او جګړو له امله ۵۰۰۰۰ کسان راکډه شوي چې ٢٠ زره يې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.