ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابلي ځوانان: په دولتي او نادولتي بنسټونو کې دې د کار زمینه راته برابره شي

زابلي ځوانان: په دولتي او نادولتي بنسټونو کې دې د کار زمینه راته برابره شي

author avatar
6 Feb 2023 - 17:34
زابلي ځوانان: په دولتي او نادولتي بنسټونو کې دې د کار زمینه راته برابره شي
author avatar
6 Feb 2023 - 17:34

کلات (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د زابل یو شمېر ځوانان وايي، دوی ته دې په دولتي او نادولتي بنسټونو کې د کار زمينه او په علمي او تحصیلي ډګر کې اسانتیاوې برابرې شي؛ دوی دغه‌راز د ځوانانو یوه مشورتي بورډ او فرهنګي خونې جوړېدو غوښتنه کوي.

د زابل په مرکز کلات ښار کې نن په همدې اړه غونډه جوړه شوې وه چې پر یو شمېر ځوانانو سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين هم پکې ګډون کړی و.

د زابل د ځوانانو چارو مدیر نیازمحمد زیارمل وویل، په دغه ولایت سلګونه لوستي او فعال ځوانان شته چې دوامداره ناستې او پروګرامونه لري.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د یاد ولایت د ځوانانو غونډو او پروګرامونو لپاره د یوې فرهنګي خونې جوړېدو غوښتنه وکړه، زیاته کړه: «د دغه ولایت لوستو ځوانانو ته په دولتي او نادولتي بنسټونو کې دې د کار زمینه برابره شي، د ځوانانو مشورتي بورډ دې جوړ شي، د دې ولایت تاریخي ابداتو ته دې پاملرنه وشي او هغوی ته دې د زده‌کړې زمینه برابره شي او امکانات دې ورکړل شي ترڅو لا ډېر پرمختګ وکړي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.