اسعداباد (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د کونړ ولایت مربوطاتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پرتو خلکو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې د نواپاس لار دې د خلکو پر مخ پرانیزي.
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، تېره یک شنبه يې د دې ولسوالۍ په نواپاس سیمه کې د ډيورنډ کرښې پورې غاړې اوسېدونکو له استازو سره د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو لپاره جرګه کړې ده.
د سرګاڼو یوه اوسېدونکي او قومي مشر او د جرګې ګډونوال ملک خان باچا نن (د کب ۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د یوې جرګې له لارې چې د ډیورنډ کرښې هاغاړه مومند او باجوړ مشرانو هم ګډون پکې درلود، پرېکړه کړې چې افغان او پاکستان حکومتونه دې موږ ته د نواپاس ترانزيټي لار پرانیزي.»
نوموړي زیاته کړه، ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته یو قوم اوسېږي او په خپلو کې ډېرې خپلوۍ لري نو په وینا يې، حق لري چې له هر ډول خنډ پرته یو له بل سره تګ راتګ وکړي.
د دې جرګې یو بل ګډونوال او د کونړ قومي مشر حاجي میاداد وویل، د پاکستان حکومت باید د پښتون ولس ترمنځ د بېلتون راکښل شوې کرښه ختمه کړي؛ خلکو ته دې د تګ راتګ او ګډ ژوند لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
هغه وویل: «د جرګې پرېکړه او غوښتنه دا ده چې افغان او پاکستان حکومتونه دې خلکو ته له پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه ورکړي.»
په کونړ کې د سوداګرۍ خونې مسوول قاري ضیاءالله بیا وایي، له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسې پر نواپاس لارې سربېره د ډیورنډ پر فرضي کرښه ټولې فرعي لارې تړل شوې او دغه کار د سوداګرو پر کارونو هم منفي اغېز کړی دی.
هغه وویل: «د نواپاس لارې له خلاصېدو سره به نه یوازې د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو خپلمنځي اړیکې غښتلې شي، بلکې د هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې چارې پراختیا پیدا کړي.»
په ورته مهال، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف د نواپاس لارې خلاصون لپاره د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو هڅې ستایي او زیاتوي چې دغه ډول ولسي هڅې کولی شي پر حکومتونو فشار راوړي او غوښتنو ته یې غاړه کېږدي.
هغه زیاتوي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک له پېړیو راهیسې ګډ کلتور، یوه ژبه او د خپلوۍ ګډې ژورې اړیکې لري؛ د پاکستان اغزن تار زموږ دا اړیکې وشلولې او اوس کلونه کېږي چې وروڼه او خویندې د یو بل په غم او ښادۍ کې ګډون نه شي کولای، د پاکستان حکومت ته پکار ده چې دغه ترانزیټي چې د دواړو لورو ګټه په کې ده، خلاصه کړي.
د یادونې ده، ډيورنډ فرضي کرښه چې شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کې د پاکستان هېواد له جوړېدو مخکې د افغانستان د وخت پاچا امیر عبدالرحمان خان او د برېتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر سرمورتیمر ډیورنډ له لوري لاسلیک شوه چې له امله يې پښتون ولس سره ووېشل شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن