Language

د بادغیس مسوولین: خلک دې د نیالګیو اېښودلو او ساتلو ته پاملرنه وکړي

قلعۀ‌نو (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د بادغیس مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هر کال زرګونه مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي ايښودل کېږي، خو ځیني یې د خلکو له خوا وهل کېږي او ځیني یې د اوبو نه رسېدو له امله وچېږي.

دوی د یاد ولایت له اوسېدونکو د نیالګیو اېښودلو او د هغو د ساتنې غوښتنه کوي.

د قلعه‌نو ښاروالۍ سرپرست محمدطاهر غفوري له پژواک خبري سره په مرکه کې وويل، اداره یې هڅه کوي چې هر کال د ښار په شاوخوا سيمو کې د نیالګیو په اېښودلو سره سیمه زرغونه کړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال يې په دغه ښار او شاوخوا سيمو کې درې نيم زره نيالګي کېښودل چې له دې جملې شاوخوا زرو يې حاصل نه دی ورکړی.

login or register a new account.

Related Topics