ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  مجاهد: د دوحې تړون د افغانانو لپاره د فتحې او ازادۍ ګټلو پیلامه شوه

  مجاهد: د دوحې تړون د افغانانو لپاره د فتحې او ازادۍ ګټلو پیلامه شوه

author avatar
1 Mar 2023 - 11:08
  مجاهد: د دوحې تړون د افغانانو لپاره د فتحې او ازادۍ ګټلو پیلامه شوه
author avatar
1 Mar 2023 - 11:08

کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د دوحې تړون د افغانانو لپاره د فتحې او ازادي ګټلو پیلامه شوه، افغانستان ورسره له اشغال او جګړې خلاص شو او یوه سوچه اسلامي نظام جوړولو ته زمینه مساعده شوه.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ – چې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي – د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی او بین­الافغاني خبرې دې پیل شي.

د افغانستان د تېر حکومت د پلاوي او طالبانو تر منځ مذاکرات په دوحه کې پیل شول، خو بې ­ پایلې وو او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکینی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، درې کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمینځ، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون د قطر په مرکز دوحه کې د نیږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو.

ده لیکلي: «زموږ مومن او مجاهد ولس د لوی الله ج په نصرت سره د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې مقدس جهاد ته تر هغو دوام ورکړ ترڅو خپل جهادي مبارزه د بریا په مسیر برابره کړي، د الله تعالی خاص نصرت، د مجاهدینو او مظلوم ولس سرښندني او د حوت لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او ازادي ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کتن اشغال او جګړې څخه خلاص شو.»

مجاهد لیکلي چې له دغه کار سره افغانان لکه وروڼه په یوه ټغر سره راټول شول او یوه سوچه اسلامي نظام جوړولو ته زمینه مساعده شوه.

Views: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.