ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د «بانوان» راډیو خپرونې بېرته پیل شوې

بدخشان کې د «بانوان» راډیو خپرونې بېرته پیل شوې

author avatar
6 Apr 2023 - 22:32
بدخشان کې د «بانوان» راډیو خپرونې بېرته پیل شوې
author avatar
6 Apr 2023 - 22:32

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «بانوان» راډیو چې یوه اونۍ مخکې تړل شوې وه، بېرته خپلې خپرونې پیل کړې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدين احمدي د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه راډیو یوه اونۍ مخکې د اسلامي امارت پالیسۍ خلاف خپرونو له امله تړل شوې وه چې نن يې د مسوول مديرې له خوا له ژمنې وروسته خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

د يادې راډیو مسوولې ناجيه سروش د اسلامي امارت پالیسۍ خلاف خپرونې مني او وایي، د دوی د همکارانو له خوا په اشتباهي توګه موسيقي خپره شوې وه چې له دې وروسته به بیا تکرار نه شي.

Visits: 148

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.