ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا ځانګړي استازي د قطر له لومړي وزیر او یو شمېر افغان شخصیتونو سره لیدلي

د امریکا ځانګړي استازي د قطر له لومړي وزیر او یو شمېر افغان شخصیتونو سره لیدلي

author avatar
15 Apr 2023 - 03:44
د امریکا ځانګړي استازي د قطر له لومړي وزیر او یو شمېر افغان شخصیتونو سره لیدلي
author avatar
15 Apr 2023 - 03:44

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د قطر د لومړي وزیر ترڅنګ د افغانستان له یو شمېر سیاسي مشرانو، مدني ټولنې له غړو او پخواني چارواکو سره ناسته کړې ده.

ویسټ د وري په ۲۵مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د قطر لومړي له وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په دوحه کې ولیدل.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، قطر د امریکا یو له مهمو متحدینو دی او د امریکا د ګټو لپاره د دغه هېواد ملاتړ مهم دی.

ټام ویسټ وایي، دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ او د هغوی له حقونو دفاع کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له یو شمېر افغان مشرانو او ځایي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو د خبرو اترو لپاره دوه ورځې مخکې د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر روان شوی دی.

بلخوا د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت کرزي په ټویټر کې لیکلي، د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره یې ولیدل.

هغه زیاته کړې، دواړو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو پر بیا پیلېدو د ټینګار ترڅنګ ښځو ته د هغوی حقونو ورکولو غوښتنه وکړه.

د کرزي په وینا، دوی دواړو د افغانانو ترمنځ پر ملي ډیالوګ هم ټینګار وکړ.

د امریکا ځانګړي استازي په یوه بل ټویټ کې لیکلي، د قطر پلازمېنې دوحه کې یې د «افغانستان راتلونکی فکر فورم» په نوم د افغانانو ټولنې له مشرانو او غړو سره ولیدل.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې د امریکا متحدو غړو هېوادونو د سفارتونو استازو هم ګډون درلود.

ویسټ ویلي، په دغه افغان فورم کې ښځې، نارینه، مدني فعالان، اقتصادپوهان، قومي مشران او پخواني وزیران برخه لري.

د نوموړي په وینا، د دې ناستې یو شمېر ګډونوالو په دې ناسته کې د ګډون لپاره له افغانستانه سفر کړی و.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي: «په دې ناسته کې مې له افغانانو د طالبانو ملاتړ او غندنې دواړه واورېدل. دغه راز یو شمېر وړاندیزونه یې هم لرل چې نړۍواله ټولنه شته ګواښونو ته څه ډول رسېدنه وکړي.»

د ویسټ په وینا، د افغانستان د شته ننګونو هواري لپاره د دې ناستې هر افغان د خبرو او مذاکراتو ملاتړ او له وسله‌والو شخړو  سره مخالفت کاوه.

[/restrict]

Views: 301

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.