ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۷ ميليون ډالرو په لګښت د دیني او عصري زده‌کړو کمپلکس جوړېږي

ننګرهار کې د ۷ ميليون ډالرو په لګښت د دیني او عصري زده‌کړو کمپلکس جوړېږي

author avatar
30 Apr 2023 - 09:33
ننګرهار کې د ۷ ميليون ډالرو په لګښت د دیني او عصري زده‌کړو کمپلکس جوړېږي
author avatar
30 Apr 2023 - 09:33

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د يوه کس له خوا د ۷ ميليون ډالرو په لګښت د عصري او ديني زده‌کړو يو کمپلکس جوړېږي.

د معلوماتو له مخې، په دغه مرکز کې به ښوونځی، مدرسه، پوهنتون او د زده‌کوونکو اوسېدو لپاره په عصري بڼه جوړه شوې ليليه هم موجوده وي.

د محمديه اسلاميه دارالعلوم په نوم دغه علمي کمپلکس به د پنځو کلونو په موده کې جوړ شي چې په سيمه کې به يې ساری نه وي.

د یاد کمپلکس ودانيزو چارو مسوول سمیع‌الله حقاني پژواک اژانس ته وويل، د يوه افغان پانګه‌وال له لوري د اووه ميلیون ډالرو په لګښت د محمديه اسلاميه دارالعلوم جوړولو چارې پيل شوې دي.

هغه وايي، په دغه کمپلکس کې به د ښوونځي، مدرسې او پوهنتون زده‌کوونکو او محصلینو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

دی وايي، دغه کمپلکس د يو افغان پانګه‌وال له خوا د ملي سوداګرو او شتمنو وګړو په مالي ملاتړ جوړېږي چې نږدې څلور زره زده‌کوونکي او محصلان به په کې په وړیا ډول زده‌کړې کوي.

نوموړي زياته کړه: «د سیمې په کچه یو ستر ښوونیز مرکز دی او د وخت له تېرېدو سره، ان‌شاالله د اسیا په کچه به یو ستر ښوونیز مرکز وي.»

د علمي کمپلکس د تعليمي پروګرامونو مسوول حسن جان حقاني وايي، د دغه مرکز جوړولو موخه په خپل هېواد کې پر يو ځای د عصري او ديني زده‌کړو اسانتياوو برابرول او د ښوونځي او مدرسې ترمنځ د واټن ختمول دي.

دی زياتوي: «له دغه مرکزه فارغېدونکی هر ډاکټر به حافظ د قران وي او هر مولوي به په عصري زده‌کړو سمبال وي.»

د مسوولينو په وینا، دغه مرکز د جلال‌اباد ښار په شپږمه ناحيه کې پر ۳۰ جريب ځمکه جوړېږي چې لس ودانۍ لري او رغنيزي چارې به يې د پنځو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د هغوی په خبره، دغه کمپلکس کې نږدې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

همدارنګه د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي ولي‌الله پژواک ته وويل، د دغه مرکز په جوړېدو سره به هیڅ ننګرهاری اړ نه شي چې د ديني او عصري زده‌کړو لپاره بهر ته لاړ شي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دغه علمي مرکز د رسمياتو برخې ته هم پاملرنه وکړي څو د فارغېدونکي شخص اسناد په ادارو کې د منلو وړ وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وايي، دغه علمي مرکز به لکه د نورو خصوصي علمي مرکزونو رسميت ولري او د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو له خوا به يې فارغانو ته قانوني اسناد ورکول کېږي.

دی زياتوي، دغه مرکز ته د حکومت د ملاتړ څرګندولو په موخه سر له اوسه برېښنا ورکړل شوې او که نورو برخو کې هم مرستې ته اړتيا ولري، همکاري به ورسره وشي.

د یاد مرکز جوړوونکي هيله‌من دي چې د مرکز جوړولو چارو کې به يې بډای هېوادوال لاس‌نيوی وکړي.

Views: 1917

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.