کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان سوکوهنې ملي فدراسیون خبر ورکړى چې د تمیماحمد اختري په نوم یو افغان د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړۍوالو سیالیو کې د غوره لوبڅار په توګه نومول شوی دی.
دغه سیالۍ د روانې مې میاشتې په لومړۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې وې او وړمه ورځ پای ته ورسېدې.
د افغانستان سوکوهنې ملي فدراسیون تېره شپه په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، د دغه فدراسیون درې ستوريلرونکی لوبڅار تمیماحمد اختري د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړۍوالو سیالیو کې د صادقانه پرېکړو په ترسره کولو سره د غوره لوبڅار مقام خپل کړی دی.
دغه فدراسیون د غویي په ۱۱مه ویلي وو چې په یادو سیالیو کې دوو افغان ورزشکارانو چې له هېواده بهر اوسېږي، د افغانستان په استازیتوب ګډون کړى و.
د معلوماتو له مخې، تمیم اختري له هېواده بهر اوسېږي او د افغانستان سوکوهنې فدراسیون په استازیتوب یې په دغو سیالیو کې د نړۍوال لوبڅار په توګه ګډون کړی و.
د یادونې ده، په یادو سیالیو کې له ۱۰۷ هېوادونو په ۱۳ وزنونو کې ۵۳۹ ورزشکارانو کډون کړی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











