منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ژغورنې نړۍواله کمېټه افغانستان کې خپل ۳۸ ګرځند کلینیکونه پر ثابتو کلینیکونو بدلوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د ژغورنې نړۍواله کمېټه په پام کې لري چې په افغانستان کې خپل ۳۸ ګرځند کلینیکونه پر ثابتو کلینیکونو بدل کړي او هڅه کوي څو د افغانستان لپاره تر۲۰میلیون امریکايي ډالرو بسپنه راټوله کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه څرګندونې تېره ورځ د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/IRC د روغتیا او تغذیې همغږي‌کوونکي ډاکټر «اټیلیو ریویرا» د دغه وزارت له مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړه، د یادې کمېټې د روغتیا او تغذیې همغږي‌کوونکي ویلي چې اوس‌مهال یاده کمېټه په ټول افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، حفظ‌‌‌‌الصحې، له بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستو، کرنې او پاکو اوبو برابرولو برخو کې فعالیت لري.

د خبرپاڼې له مخې، اټیلیو ریویرا ویلي چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۸ ګرځند کلینیکونه لري چې ۸۵۰ ډاکټران، نرسان او قابلې پکې پر کار بوخت دي.

د هغه په وینا، کمېټه په په پام کې لري چې یاد ګرځند کلینیکونه پر ثابتو کلینیکونو بدل کړي.

نوموړی وايي، کمېټه په پام کې لري چې د ټول افغانستان لپاره تر ۲۰ میلیون امریکايي ډالر بسپنه راغونډه کړي.

ریویرا ویلي: «موږ له ملالۍ، معتادینو او وزیر اکبرخان روغتونونو سره نږدې همکاري لرو او هوډ لرو چې په راتلونکې میاشت کې له اروپا څخه خپلو کلینیکونو او ذکر شوو روغتونونو ته باکیفیته درمل وارد کړو.»

سرچینې لیکلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې غوښتي چې افغانانو ته ډېره پاملرنه وکړي او د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان ته په پروژو کې لومړیتوب ورکړي.

حقبین دغه‌راز له یادې کمېټې غوښتي چې نور تمویلوونکې موسسې او هېوادونه وهڅوي چې خپلې پروژې په افغانستان کې پلې او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

حقبین د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې دا غوښتنه هم کړي چې خپل ټول فعالیتونه او پلانونه د اسلامي امارت له اصولو او ارزښتونو سره سم عملي کړي.

سرچینې د مولوي حقبین له قوله لیکلي، دوی ټولو موسسو ته دا چانس ورکړی چې خپل فعالیتونه د ټول هېواد په کچه په ځانګړي ډول د هېواد جګړه‌ځپلو کلیو او بانډو ته وغځوي، څو هغه افغانان چې په تېرو کلونو کې له هر ډول خدماتو محروم پاتې دي، تر خدماتي پوښښ لاندې راولي.

د خبرپاڼې له مخې، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ژمنه کړې چې هېوادونه او موسسې به وهڅوي څو افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا