ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت لري

د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت لري

author avatar
24 May 2023 - 19:04
د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت لري
author avatar
24 May 2023 - 19:04

فیروزکوه (پژواک، ۳ غبرګولى ۱۴۰۲): د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو  له نشتوالي او د روغتیایي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او وايي، حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د دولینه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فیض‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوالۍ په کلینیک کې متخصص ډاکټر او د نسایي ولادي جراح نشته او دوی ډېری وخت خپل ناروغان د فیروزکوه ښار روغتون ته لېږدوي.

نوموړی زیاتوي: «په تېره وري میاشت کې مې ماشوم اپنډیکس شوی و، جراح ډاکټر نه و، مجبور شوم چې د مرکز روغتون ته یې انتقال کړم، دغه ستونزې له پخوا څخه شته او موږ غواړو چې دولت رسېدنه وکړي، زموږ ستونزې له نږدې وګوري، زموږ غم وخوري.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی شېراحمد هم د مسلکي ډاکټرانو له نشتوالي او د روغتیایي خدمتونو له کمښته شکایت کوي او وايي: «په کلینیک کې یو تکړه ډاکټر نشته، ښځینه ډاکټر خو هیچ نشته، موږ چې ناروغ ولرو نو مجبور یو چې ښار ته یې یوسو، د ولسوالۍ لار هم لرې ده، کله زموږ ناروغان په لار کې ژوند له لاسه ورکوي، بله دا چې درمل هم نشته، امبولانس نشته، موږ غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وشي.»

د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکي همداراز وايي چې د غور ولايت مرکز ته د ناروغانو پر لېږددولو ډېر لګښت راځي او ډېری خلک دومره وس نه لري.

هغوی د ولسوالۍ پر مجهز کېدو او د مسلکي او ښځینه ډاکټرانو پر ګومارلو ټینګار کوي.

د غور د دولینې ولسوالۍ د کلینیک مسوولان هم په یاد روغتیایي مرکز کې د ښځينه، جراح او متخصصو ډاکټرانو نشتوالی تاییدوي او له ځایي او مرکزي مسوولانو څخه د یاد کلینیک د اړتیاوو پوره کولو غوښتنه کوي.

د دولینه ولسوالۍ د کلینیک مسوول عبدالطیف دولتي پژواک خبري اژانس ته وویل: «ډېرې ستونزې شته، یو خو د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی دی او بله دا چې زموږ کلینیک باید ارتقا وکړي څو وکولی شو خلکو ته ډېر او ښه خدمتونه وړاندې کړو.»

له دې ټولو سره، د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی نه یوازې په یادې ولسوالۍ کې بلکې د ولایتي روغتون په ګډون، د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د روغتیا د برخې یوه اساسي ستونزه بولي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر عبدالاحمد نوري پژواک ته وویل: «له بده‌مرغه په ځینو ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر ډاکټران لرو چې فعالیت کوي او یوازې دوه ډاکټرانې په ولایتي روغتون کې لرو او زموږ هڅـه دا ده  چې وکولی شو دا ستونزه هواره کړو.»

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال زیاتوي په دې وروستیو کې د دولینه ولسوالۍ د کلینیک په ګډون یو شمېر نورو کلینیکونو هم ارتقا کړې او ډېر ژر به په دغو مرکزونو کې د جراحي برخې خدمتونه فعال شي او د خلکو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د دولینې ولسوالي د غور له مرکزه ۸۰ کیلومتره واټن لري چې د سیمې د خلکو په وینا، د لارې خرابوالي او په ژمي کې د اورښتونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او نه شي کولی چې خپل ناروغان په وخت سره ډاکټر ته ولېږدوي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.