ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور: د کانونو کېندنې لپاره نوی قانون او پالیسي جوړه شوې

دلاور: د کانونو کېندنې لپاره نوی قانون او پالیسي جوړه شوې

author avatar
4 Jun 2023 - 17:49
دلاور: د کانونو کېندنې لپاره نوی قانون او پالیسي جوړه شوې
author avatar
4 Jun 2023 - 17:49

پلخمري (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وايي، په هېواد کې د کانونو کېندنې لپاره نوی قانون او پالیسي جوړه شوې چې له مخې به یې، د کانونو کېندنې چارې پیل شي.

دغه څرګندونې د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور نن (یک‌شنبه) د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د ډبرو سکرو کانونو د استخراج په اړه جوړه شوې غونډې ته وکړې.

هغه وايي، په افغانستان کې د نړۍوالو له اټکل پورته کانونه شته چې د استخراج لپاره يې نوى قانون او پاليسې جوړه شوې او د توشيح لپاره استول شوي دي.

دلاور د بېلګې په توګه وويل چې يواځې په کندوز ولايت کې د ۱۵ ميليون ټنو په اندازه د قيمتي ډبرو يو کان کشف شوى دى.

هغه وايي چې د کندوز د یاد کان سروې د روسانو له خوا ترسره شوې او د ټول کان ارزښت ١٥ ميليارد ډالر اټکل شوى دى.

نوموړی زياتوي، که يو ځل په قانوني او مسلکي توګه د افغانستان د کانونو استخراج پيل شي نو د افغانانو اقتصاد به د پام وړ وده وکړي او افغانستان به له نړۍ سره سيال شي.

دغه‌راز په یاده غونډه کې د کانونو وزارت د پالیسۍ څانګې مسوول ضیاالرحمن اریوبي وویل، افغانستان ١٤٠٠ منراله کانونه لري چې منظم او مسلکي استخراج يې د حکومت دنده ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، حکومت د جامدو کانونو لپاره قانون جوړ کړى او د مايع کانونو د استخراج لپاره د قانون پر جوړولو کار روان دى.

همدرانګه د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ ریيس حافظ محمدامین پژواک ته وويل چې نن د يادې غونډې په ترڅ کې ۱۴ کسانو ته د ډبروسکرو د کانونو استخراج اجازه‌لیکونه هم ورکړل شول.

د يادونې ده، د بغلان د مرکز پلخمري ترڅنګ په تاله برفک، ده‌صلاح، جلګه او نهرین ولسوالیو کې هم د ډبرو سکرو کانونه شته چې په تېرو کلونو کې په غيرقانوني ډول کېندل شوي دي.

Visits: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.