Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان پوهنتون محصلین: لیلیه نه لرو او بدل اعاشه پر وخت نه راکول کېږي

د نورستان پوهنتون محصلین: لیلیه نه لرو او بدل اعاشه پر وخت نه راکول کېږي

author avatar
9 Jun 2023 - 10:45
د نورستان پوهنتون محصلین: لیلیه نه لرو او بدل اعاشه پر وخت نه راکول کېږي
author avatar
9 Jun 2023 - 10:45

پارون (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان د لوړو زده‌کړو موسسې یو شمېر محصلین د لیلیې له نشتوالي او پر وخت د بدل اعاشې نه ورکړې له امله شکایت لري او له مسوولینو یې د حل غوښتنه کوي.

د نورستان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ادبيا

تو څانګې د درېيم ټولګي زده‌کړيال فضل‌الله سلطان‌زى وايي، دوى په لومړي ځل له شلو ډېر کسان دغې څانګې ته بريالي شوي وو، خو له نیمايي ډېرو یې د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود او زده‌کړې ترې پاتې شوې .

د هغه په خبره، دوى ته په روان سمستر کې تر اوسه بدل اعاشه نه ده ورکړل شوې چې له امله یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د یاد پوهنځي د دري ادبياتو څانګې د دویم کال محصل عبدالقهار وايي، د ليليې ترڅنګ د تدريسي خونو او لوازمو کمښت هم د دوى د د زده‌کړو پر بهیر منفي اغېز کړی او له مجبورۍ په بازار کې په کرايه خونو کې اوسېږي .

هغه زیاتوي: «چوکۍ کمې دي، د تدريس مناسب ټولګي نشته، بديل اعاشه پر وخت نه راکول کېږي او د مطالعې له پاره کتابتون او کمپيوټرلب هم نشته چې ورڅخه استفاده وکړو.»

په ورته مهال، د نورستان د لوړو زده‌کړو موسسې ریيس روح‌الله نجم هم د یادو ستونزو د تاید ترڅنګ،  سږ کال د شرعياتو پوهنځي منظورېدل او د علمي او اکاډميک دریېو آمريتونو فعالېدل د دغه بنسټ لاسته‌راوړنې بولي .

هغه زياتوي، د نورستان د لوړو زده‌کړو موسسې لپاره يې تر اوسه ځمکه نه ده موندلې چې ودانۍ پکې جوړه کړي او دوى دا مهال د تدریسي چارو لپاره د دارالمعلمين له ودانۍ څخه ګټه اخلي.

د نجم په خبره، زده‌کړيالانو ته د بدل اعاشې ورکړه د بودجې نه توشېح له امله ځنډلې وه خو اوس دغه ستونزه هواره شوې او په روانه مياشت کې به ورته ورکړل شي.

نوموړي د کمپيوټرلب او کتابتون نشتون هم د زده‌کړيالانو پر وړاندې یوه ستونزه ګڼي خو وايي چې د حل لپاره یې هڅې کوي.

بلخوا د نورستان د والي وياند سيف‌الدين لټون وايي، د دغه ولايت مسوولينو تل هڅه کړې چې د پوهنتون لپاره ځمکه ومومي، خو تر اوسه بريالي شوي نه دي.

د لټون په وینا، د نورستان ولايت غرنۍ جغرافيې ته په کتو هوارې ځمکې لږې پيدا کېږي، نو ځکه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پوهنتون ودانۍ جوړه کړي.

هغه زیاته کړه، د ځمکې رانيولو برخه کې د ولايتي ادارې هڅې دوام لري څو په یوه مناسب ځاى کې پوهنتون ته ځمکه واخيستل شي.

د معلوماتو له مخې، د نورستان د لوړو زده‌کړو موسسه دا مهال د ښوونې روزنې او شرعياتو دوه پوهنځي لري چې نږدې ۴۰۰ زده‌کړيالان پکې پر زده کړو بوخت دي. دغه موسسه تر اوسه خپله ځمکه او ودانۍ نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.