ژبه

ای‌سي‌ار‌سي: هڅه کوو افغانستان ته د عربي هېوادونو مرستې جلب کړو
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشر وایي، په هڅه کې دي افغانستان ته د عربي هېوادونو مرستې جلب کړي.

افغاني سرې میاشتې نن (شنبه) په یو لړ ټويټونو کې ویلي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ای‌سي‌ار‌سي) مشر کریسټن سيپولا دا خبرې په سریلنکا هېواد کې د ملي ټولنو سرمشریزې په څنډه کې د سرې میاشتې له عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص سره په لیدنه کړې دي.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان لپاره د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

په دغه ټويټ کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص له قوله ویل شوي: «په افغانستان کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ نو له دې کبله په دې سختو شرایطو کې د هغوی د جدي لاسنیونې اړتیا احساسېږي.»

هغه ویلي چې سږ کال د عادي فعالیتونو ترڅنګ د دوی تمرکز به له کونډو ښځو سره د مرستو، له سوالګرو ملاتړ، د رواني ناروغانو څارنه او د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه وي چې په دې ټولو ډېر لګښت راځي.

د سرچینې په خبره، د افغاني سرې میاشتې رییس له هېوادونو او له نړۍوالو موسسو غوښتي څو له دوی سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي ویلي چې ځيني مرسته‌کوونکي غواړي په ډېرو برخو کې مرسته وکړي، خو د نړۍوال بانک تحریمونو له امله نه شي کولی خپلې مرستې په مستقیم ډول افغانستان ته ولېږي او دا چاره د دې لامل شوې چې د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي او وروسته پاتې شي.

نوموړی زیاتوي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې په ځلونو هڅه کړې، خو مثبته پایله یې نه ده لرلې.

سرې میاشتې یاد ټوېټ کې د کرېسټین سیپولا له قوله لیکلي: «موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره د کافي مرستو جلبولو په موخه، نوي مرسته کوونکي راجلب کړو، افغانستان ته د پیسو د لېږد موضوع ته یوه حل لاره ولټوو او په دې اړه مو له مسوولینو سره خبرې کړې او خپلې هڅې به نورې هم ډېروو.»

سرچینې د نړۍوال سره صلیب کمېټې د رییس له قوله لیکلي: «موږ په هڅه کې یو څو له عربي هېوادونو د مرستو پر جلب تمرکز ولرو او هغوی له افغانستان سره پر راتلونکي مرسته‌کوونکي بدل کړو، نو بناً په دې اړه ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.»