هرات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې د زړو افغاني بانکنوټونو شتوالي د هرات په بازارونو کې د راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی و، په دې وروستيو کې سيمهييزې ادارې په دغه ولايت کې د ١٠ او ٢٠ بانکنوټونه بدلولو لړۍ پیل کړې ده.
په هرات کې د زړو بانکنوټونو د تبادلې بهير پيلېدل د دغه ولايت د اوسېدونکو او صرافانو له خوا هرکلي سره مخ شوى او له ټولو خلکو غواړي چې د پيسو د ساتنې په برخه کې پوره هڅې وکړي.
د هرات يو اوسېدونکى سيفالله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وايي، په دغه اقدام سره به تر ډېره بريده د دوى ستونزې هوارې شي؛ ځکه چې په بازار کې د زړو بانکنوټونو شتون د راکړې ورکړې په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې او اوس له بازاره یې په راټولولو سره به د خلکو ستونزې تر يوه حده کمې شي.
هغه له حکومته غواړي چې د هېواد بازارونو ته د نورو بانکنوټونو واردولو برخه کې هم اقدام وکړي؛ ځکه د ۵۰ او ۱۰۰ افغاني بانکنوټونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او په ډېرو مواردو کې د پېرېدونکي او پلورونکي ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي.
په همدې حال کې، د هرات يو بل اوسېدونکى فيضالله عليزايي هم په دې باور دى چې د زړو پيسو شتون يوه لويه ټولنيزه ستونزه ګرځېدلې ده؛ ځکه بانکنوټونه خورا زاړه شوي دي او په راکړه ورکړه کې یې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه د سيمهييزې ادارې او مرکزي بانک له دغه اقدامه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «اوس دا زموږ دنده ده چې پيسې په سم ډول وساتو.»
بلخوا، د یاد ولايت صرافان هم د نويو بانکنوټونو د وېش او له بازاره د زړو هغو راټولولو په برخه کې د افغانستان بانک له کړنو څخه خوښي څرګندوي.
په هرات کې یو شمېر صرافان وايي، د زړو بانکنوټونو شتون سوداګریز معاملات له ستونزو سره مخ کړي وو، اوس به د زړو بانکنوټونو پر ځای د نویو په راوړلو سره په دې برخه کې د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
د دغه ولايت یو صراف ناصر احمدي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، د لسو او شلو افغانيو بانکنوټونه په بشپړ ډول له چلښته لویدلي وو او د حکومت له دغه اقدام سره به سوداګريز بازار ته يو ډول انرژي ورکړل شي.
هغه له حکومتي مسوولینو غواړي چې د هېواد بازارونو ته له لسګون اوشلګون پورته بانکنوټونه هم توزیع کړي؛ ځکه چې له څو کلونو راهیسې غټ بانکنوټونه بازار ته نه دي راغلي.
په همدې حال کې، د هرات د والي وياند مولوي نثاراحمد الياس پژواک ته وويل چې د دغه ولايت دولتي او خصوصي بانکونو ته د ١٠ او ٢٠ افغاني بانکنوټونو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
الیاس زیاته کړه، هغه کسان چې په خپلو کورونو، هټیو او صرافیو کې د ۱۰ او ۲۰ زاړه افغاني بانکنوټونه لري، کولای شي چې بانک ته د مراجعې له لارې خپل دغه بانکنوټونه بدل کړي.
خو پوهان ټینګار کوي چې د نوو بانکنوټونو پر چاپولو ډېر لګښت راځي، نو ځکه باید خلک هم د بانکنوټونو د خرابېدو په مخنیوي کې له دولت سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان بانک د یوې اطلاعیې په خپرولو سره د ۱۰ او ۲۰ زړو افغاني بانکنوټونو د تبادلې د پیل اعلان وکړ او له هېوادوالو یې وغوښتل چې تر ۱۰ زره افغانۍ بانک ته یوسي او له کمېشن پرته یې تبادله کړي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن