ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې وسلې او قاچاق کېدوني مس ترلاس شوي

ننګرهار کې وسلې او قاچاق کېدوني مس ترلاس شوي

author avatar
10 Jul 2023 - 17:18
ننګرهار کې وسلې او قاچاق کېدوني مس ترلاس شوي
author avatar
10 Jul 2023 - 17:18

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۲): ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې یې وسلې ترلاسه کړې او په تورخم ښارګوټي کې يې د مسو د قاچاق مخه نیولې ده.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د چنګاښ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو د درېيمې پلې لوا سرتېرو د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې د وسلو يو قاچاقبر له ګڼ شمېر وسلو او بېلابېل ډول مهماتو سره يو ځای نيولی دی.

هغه وویل: «د يو لړ دقيقو کشفي راپورونو پر اساس عملیات ترسره شوي چې په کې يو کس قاچاقبر له پنځه ميله روسي کلاشينکوفونو، دوه جمپرونو، دوه لاسي دودي بمونو، د کلاشينکوف پر یوه قنداغ سربېره او د هاوان، دهشکې، M۱۶، زيکو يو او نورو بېلابېل ډول وسلو مرمۍ او مهمات نيولي دي.»

د يو بل خبر له مخې، د تورخم ګمرک امر انجینر مسلم خاکسار پژواک ته وویل چې دوی د تشریح کارمندانو له لوري په یوه خالي محموله کې هغه وخت ۱۶۷ کیلوګرامه مس ترلاسه شول چې موټرچلوونکي غوښتل ګاوندي هېواد پاکستان ته یې قاچاق او انتقال کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.