منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

څه باندې ۱،۳ میلیون لېتره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ګرځول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي يو ميليون او ٣٣٣ زره لېتره بې‌کیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې نن پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، له ایرانه وارد شوي یو میلیون او ۳۳۳ زره لېتره بې‌کیفیته تېل چې په مجموعي ډول ۳۸ ټانکره کېږي، د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

سرچينه زياتوي، په دې وروستیو کې د ستنډرډ ملي اداره په خورا جدیت سره د بې‌کیفیته تېلو وارداتو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کوي.

د یادونې ده، د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د روانې چنګاښ میاشتې په ٢٦مه هم له ایرانه وارد شوي ۲۵ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي وو.