ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول د ساري ناروغیو خپرېدو لامل کېږي

ډاکټران: د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول د ساري ناروغیو خپرېدو لامل کېږي

author avatar
22 Jul 2023 - 18:45
ډاکټران: د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول د ساري ناروغیو خپرېدو لامل کېږي
author avatar
22 Jul 2023 - 18:45

فېروزکوه (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲): غور کې ډاکټران د ښار په کثافت‌دانیو کې د کارول شوو طبي توکو اچول ناسم ګڼي او وايي، دغه چاره د خطرناکو انتاني ناروغیو لامل ګرځي.

دوی وايي، د فېروزکوه ښار په بېلابېلو ناحیو کې یو شمېر کسان، ځیني کلینیکونه او روغتونونه د استفاده شوو طبي توکو کثافات له روغتونه بیرون د ښار په کثافت‌دانیو کې اچوي، په داسې حال کې چې دغه ډول کثافات باید د روغتون په کثافت‌دانیو کې واچول شي او هر څومره ژر له ښاره لرې ولېږدول شي او خښ شي.

د غور د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر محمدنصیر پارسا پژواک ته وویل: «کثافت‌دانۍ په ټوله کې په میکروب ککړې وي خو طبي کثافت‌دانۍ ډېرې خطرناکې دي؛ ځکه د نري رنځ، برسلوز، تور ژیړي، جلدي او نورو ساري ناروغیو د لېږد لامل ګرځي او دا ناروغۍ کېدای شي د انسان د ژوند لپاره خطرناکې وي.»

ده وویل، د طبي توکو له کثافاتو سره د تماس له امله په ناروغۍ اخته ډېر کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي او زیاته یې کړه، د طبي توکو ټول کثافات باید په یوه ځانګړي ماشین کې وسوځول شي او له خلکو په ځانګړې توګه له ماشونو لرې وساتل شي.

د هغه په خبره، د روغتونونو کثافات په ماشین کې سوځول کیږي او د طبي توکو له کثافاتو پرته نور کثافات ‎د دغه ولایت له ښاروالۍ سره په همغږۍ له ښاره لرې تر خاورو لاندې کیږي.

نوموړي وویل، که طبي کثافات خښ نه شي، د نورو ناروغیو خپرېدو ترڅنګ د چاپېریال ککړېدو لامل هم کیږي.

په دغه ولایت کې د داخله ناروغیو بل ډاکټر محمدعارف قاضي‌زاده هم د طبي توکو او ښاري کثافات شتون د ټولنې د وګړو په ځانګړې توکه ښځو او ماشومانو لپاره خطرناک وباله.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه موږ ټول د دې شاهدان یو چې ښځې او ماشومان د ناچارۍ له امله هره ورځ په بازار او کوڅو کې کثافات راټولوي چې دغه کثافات د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، دوی په زیاتو ناروغیو اخته کېږي.»

هغه په ښار کې د مشخصو کثافت‌دانیو نه شتون او دغه‌ راز د کثافاتو اچولو برخه کې د یو شمېر کورنیو او هټۍوالو پر نه پاملرنې نیوکه وکړه او ویې ویل: «ډېری خلک چې کله په کور کې خپلو ناروغانو ته درمل او یا سیروم ورکوي، کثافات یې په کوڅو کې غورځوي چې ناسم کار دی.»

په ورته مهال، د غور اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر محمدحماس وویل: «د غور ښاروالي شپه او ورځ هڅه کوي چې د ښار کثافات شاوخوا ۲۰ کیلومتر له ښاره لرې تر خاورو لاندې کړي څو خلکو او چاپېریال ته زیان ونه رسیږي، خو له بده مرغه ډېری کورنۍ خپلې حفظ‌الصحې ته پاملرنه نه کوي.»

نوموړی له خلکو غواړي چې د چاپېرل ککړتیا مخنیوي په برخه کې همکار اوسي.

ځيني ناروغان وايي چې د کثافاتو راټولو له امله پر ناروغۍ اخته شوي دي.

۱۳ کلن زبیر چې هره ورځ د کثافاتو راټولو لپاره د ښار لرو سیمو ته ځي وايي، دغه کار د بېوزلۍ او ناچاري له امله کوي.

هغه له دې خبر نه دی چې د طبي توکو او په ښار کې د کثافاتو راټول ورته څومره خطرناک دي، خو هره ورځ په کثافاتو‎ کي ګرځي څو وکولای شي د خوراک لپاره ډوډۍ او د پلور لپاره کارتونونه، پلاستیکونه او زړې اوسپنې پیدا کړي.

هغه چې له دې لارې د ورځې شاوخوا ۴۰ افغانۍ عاید ترلاسه کوي، وايي چې له یوې میاشتې راهیسې پر جلدي ناروغۍ اخته او تر درملنې لاندې دی.

زبیر پژواک ته وویل: «پلار مې روږدی دی، په کور کې زه، مور مې او خور مې اوسېږو، پلار مې زموږ د کور ټول شته دود کړل او لاړ، اوس زه او مور مې اړ یو پلاستیکونه، کارتنونه، زړې اوسپنې او نور له کثافاتو راټول کړو او ویې وپلورو.»

دغه ماشوم هیله لري څو وکولی شي ښوونځي ته لاړ شي او درس ووايي، خو بې‌وزلۍ دې ته اړ کړی څو خپل ژوند په خطر کې واچوي او هره ورځ د خپلې کورنۍ نفقې پیدا کولو کوښښ وکړي.

هغه له اسلامي امارت او مرستندویو موسسو غواړي چې له ده او کورنۍ یې ملاتړ وکړي څو دغه کار ته اړ نه شي.

په ورته مهال، لس کلن محمدانور بل ماشوم دی چې د کثافاتو راټولولو له لارې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي خو دا کار یې د دې لامل شو چې په نري رنځ اخته شي.

هغه چې دا مهال تر درملنې لاندې دی وايي: «زه به هره ورځ تلم او له کثافات به مې د نوشابو بوتلونه، کارتنونه، کارول شوې پېچکارۍ راټولول او پلورل به مې، له دې لارې مې د ورځې تر دېرش افغانیو عاید ترلاسه کاوه، کله چې زه ناروغ شوم، ډاکترنو ویل چې ته له کثافاتو سره د تماس له امله ناروغ شوی یې.»

۴۰ کلنه بي‌بي ناز چې د ښار له کثافت‌دانیو د کثافاتو راټولولو له لارې د خپلو اولادونو سرپرستي کوي وايي، دغه کار په جلدي ناروغۍ اخته کړې ده.

هغې هم له اسلامي امارته وغوښتل چې بې‌وزله کورنیو ته پاملرنه وکړي څو اولادونه یې له زده‌کړو پاتې نه شي.

بي‌بي ناز چې یو ۱۲ کلن، بل ۱۴ کلن او یوه اته کلنه لور لري وايي، خاوند یې درې کاله مخکې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او دا د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.